افغانستان

ننګرهار کې دکانکور فورمې ووېشل شوې

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند وايي په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال له دوولسم ټولګي فارغانو ته د کانکور ازموینې فورمې وېشلې دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند وايي په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال له دوولسم ټولګي فارغانو ته د کانکور ازموینې فورمې وېشلې دي.
د دغه ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي وېیلي، هغه زده کوونکې نجونې چې، د دوولسم ټولګي ازموینه یې تېره کړې وي، هم کولی شي له خپلو ښوونځيوو دغه فورمې ترلاسه کړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند ووېیل:«هغه خویندې چې هغه د ننګرهار د پوهنې ریاست په ګرمو او تودو سیمو کې دي او هغوی په تېره کې د دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو، البته هغوی په کانکور کې د څه مسئولیتونو له امله برخه نه وه اخیستې هغوی دې خپلو مربوطه ښوونځيوو ته مراجع کړې ده هغوی ته هم د کانکور فورمې توزیع شوې دي.» مینه چې، له دوولسم ټولګي فارغه ده وايي، نجونو ته د کانکور د ازموینې د کارټونو له وېشنې سره یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د خلاصون لپاره هیلې راژوندۍ شوې دي.
د دوولسم ټولګي فارغه مینه وايي:«دا ټولو نجونو ته هیله ده چې موږ و کولای له سره خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
یو شمېر زده کوونکې هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ پاتې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *