سخن انیس

د اقتصادي پياوړتيا له پاره عملی ګامونه پورته شوي

څرګنده ده چې په هېواد کې ديوي اوږد مهاله جګړي را وروسته د اسلامي امارت دبرياليتوب سره سم ماتي خوړونکو اشغالګرو هېوادو داسي ستونزي پرځاي پريښي چې په لڼډ مهاله کې يې رغاول ناشوني ښکاري ځکه اقتصادي بنسټيزي چاري نړيدلي او بانکي سيستم په پوره پيمانه د زيان سره مخامخ شوي دي له دي کبله ويلي شو چې راپاتي شوي ستونزي به آهسته آهسته ورغاول شي.

څرګنده ده چې په هېواد کې ديوي اوږد مهاله جګړي را وروسته د اسلامي امارت دبرياليتوب سره سم ماتي خوړونکو اشغالګرو هېوادو داسي ستونزي پرځاي پريښي چې په لڼډ مهاله کې يې رغاول ناشوني ښکاري ځکه اقتصادي بنسټيزي چاري نړيدلي او بانکي سيستم په پوره پيمانه د زيان سره مخامخ شوي دي له دي کبله ويلي شو چې راپاتي شوي ستونزي به آهسته آهسته ورغاول شي. دويلو ده چې د اسلامي امارت واک ته درسيدو را وروسته په اقتصادي برخه کې هلي ځلي دستايلو وړدي ځکه د وران ويجاړ اقتصاد را جوړول ستونزمن او دخڼډونو سره مخامخ ښکاري. همدا اوس د افغانانو کنګل شوي پيسي په غيري قانوني توګه بندي پآتي دي او دبانکونو د راکړو ورکړو په وړاندي بنديزونه او خڼډونه له منځه نه دي تللي. دشتو بنديزونو ترڅنګ مافيايې کړۍ اولاس وهونکي هېوادونه هڅه کوي چې د اسلامي امارت دپرمختيايې ګامونو دپورته کيدو په وړاندي خڼډونه را پيدا کړي او د اقتصاد دبيارغاوني مخه ډب کړي. خو اسلامي امارت دبي دريغه اونه ستړي کيدونکو هلوځلو له کبله چې دهېواد په عايداتي برخه کې پيل کړي دپام وړ لاس ته راوړني ترلاسه کړ. همدا اوس دهېواد د اداري چارو لګښتونه او ديوشمير عام المنفعه پروژو چاري دکورنيو عايداتو څخه تمويل شوي او دهري ورځي په تيريدو سره په اقتصادي برخه کې نوي لاس ته راوړني ترسترګو کيږي.
پوهيږو چې اسلامي امارت د اقتصادي پياوړتيا له پاره دمناسبو لارو په لټون بوخت دي هڅه کوي چې په ځان بسيا له پاره لار هواره کړي او افغانان د نورو هېوادو د اړتيا څخه دتل له پاره وژغورل شي. ډاډه يو چې دهېواد په عايداتي برخه به زياته پانګونه وشي او اسلامي امارت به هغه لومړيتوبونه په پام کې ونيسي کوم چې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځي ځکه په هېواد کې دتير نسکور شوي رژيم اقتصادي بنسټ چې په بهرنيو مرستو ايښودل شوي ؤ دبهرنيانو دوتلو سره سم له منځه ولاړ له دي کبله ټينګار پردي دي چې دهېواد اقتصادي زيربناله پاره هغه منابع را وسپړل شي چې د اقتصادي پياوړتيا له پاره اړين دي.
خبرونه ترلاسه کيږي چې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت دمختلفو اقتصادي پروژو ترڅنګ ستراتيژيکي اقتصادي پروژي په پام کې لري هيله ده چې نړيوال او دسيمي هېوادونه د متقابلو ګټو په پام کې نيولو سره په دي اقتصادي بهيرکې پانګونه وکړي او اقتصادي هوسايني له پاره لار هواره شي. اسلامي امارت ليواله دي چې دسيمي هېوادونه ديوه بل سره په اقتصادي اړيکو کې پراختيا راولي او هغه خڼډونه چې کله کله دسوداګرو په را کړه ورکړه کې رامنځ ته کيږي له منځه ولاړشي. اسلامي امارت په سوداګرييزو چاروکې په پوره پيمانه آسانتياوي رامنځ ته کړي هيله ده چې ګاونډي هېوادونه هم ورته عمل وکړي او دمتقابلو ګټو دپياوړتيا سبب وګرځي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *