افغانستان
ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره بل ځانګړی استازی وټاکه
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونيو ګوتریش ترکی دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونيو ګوتریش ترکی دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
وېیل شوي، چې نوموړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه پرېکړه لیک له مخې ټاکل شوی.
یاد شوی دیپلومات دنده لري، چې د افغانستان وضعیت وارزوي او خپل راپورونه په منظم ډول د ملګرو ملتونو سرمنشي او اړوندو مراجعو سره شریک کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په کابل کې د ځانګړي استازي دفتر هم لري، چې د یوناما په نوم فعالیت کوي او پراخ تشکیلات لري.
دغه دفتر خپل کارونه ځنډولي دي.