افغانستان

اوچا: سږ کال تر اوسه د افغانستان د اړتیا وړ پیسو یوازې ۵.۴ فیصده برابرې شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر» اوچا» یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ميلیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر» اوچا» یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ميلیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده. « اوچا» د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (ثور پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې افغانستان د تیرو درېیوو کلنو راهیسې په پرله پسې ډول د وچکالۍ د اغیزو لاندې دی.
« اوچا» لیکلي: «افغانستان کې د تیرو درېیوو کلنو پرله پسې وچکالۍ، د دوو کلنو اقتصادي بحران، د لسیزو کلنو له جګړو څخه زیږیدلې ستونزې او په منظم ډول د طبیعي پیښو پیښیدلو له امله د بشري مرستو برابرول ددغه هېواد اوسیدونکو د ژوندي پاتې کېدو او ژغورنې یوازینې لار ده».
ملګروملتونو د روان میلادي کال ۲۰۲۳ په سر کې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶۲ میلیاردو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې وه.
خو د ملګروملتونو دا اداره وايي، نړیوالې ټولنې ددغه کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر، چې د ټولې غوښتل شوې مرستې ۵.۴ فیصده جوړوي ورته تراوسه برابر کړي دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د معلوماتو له مخې د تېرمیلادي کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې دا اندازه ۱۴ فیصده او ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې ۶ فیصده وه.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د مرستو په برابرېدو کې د کموالي له امله د مرستو رسولو ادارو له وړاندې افغانانو سره خپلې مرستې کمې کړې دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې په داسې وخت کې کمې شوې، چې په کلیوالو سیمو کې کورنیو د خوړو خپلې زېرمنې د مې په میاشت کې د نوو حاصلاتو د اخیستلو وړاندې مصرف کړې دي.
« اوچا» وايي، چې د روان کال د جنورۍ او مارچ په میاشتو کې د مرستو د کمېدو له امله په ځینو نورو برخو کې هم خلکو ته د مرستو برابرولو کې ځنډ پیښ شوی دی.
د « اوچا» د راپور له مخې د مرستو رسونې ادارو د نړیوالې ټولنې څخه په عاجل ډول د بشري مرستو د برابرولوغوښتنه کړې ده.
ددې ادارې د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې مرستو رسونې ادارو په افغانستان کې د ۲۶.۱ میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړې وې، چې ددغه هېواد د نفوسو له دریو څخه دوه برخې جوړوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *