افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال: د هېواد فرهنګي او کلتوري وضعیت ته به پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له نوموتي لیکوال او څېړونکي استاد محمد آصف صمیم سره وکتل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له نوموتي لیکوال او څېړونکي استاد محمد آصف صمیم سره وکتل.
استاد محمد آصف صمیم د هېواد د روان وضعیت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه او د فرهنګیانو ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې. دغه راز یې د افغانستان په فرهنګي وضعیت خبرې وکړې او دې برخې ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې له استاد صمیم څخه ادبیاتو ته د هغه د کړيو خدمتونو ستاینه وکړه او ويې ویل چې د هېواد فرهنګي او کلتوري وضعیت ته به پاملرنه وشي. د یو بل خبر له مخې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال پرون په خپل کاري دفتر کې د پکتیا له مرستيال والي انعام الله صلاح الدين سره وکتل.
نوموړي د پکتیا د عمومي وضعيت او ترسره شوو رغنیزو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ويل چې په دې ولایت کې ټول مېشت قومونه د ځايي ادارې همکار دي او د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال، پکتیا د هېواد مهم ولايت ياد کړ او د چارو لا ښه والي په موخه يې مرستيال والي ته يو شمېر لارښوونې هم وکړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *