افغانستان

لوی درستيز: د افغان ځواکونو د الوتکو ضد وړتیاوو لوړول مو ستر هدف دی

د افغانستان د دفاع وزارت ستردرستیز رویترز خبري سرچینې ته په خپله بې سارې مرکه کې څرګنده کړې؛ دفاع وزارت د هېواد په بودجه کې لویه برخه ترلاسه کړې او د اسلامي امارت هدف د دفاعي ځواکونو او د الوتکې ضد توغندیو وړتیاوو لوړول دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ستردرستیز رویترز خبري سرچینې ته په خپله بې سارې مرکه کې څرګنده کړې؛ دفاع وزارت د هېواد په بودجه کې لویه برخه ترلاسه کړې او د اسلامي امارت هدف د دفاعي ځواکونو او د الوتکې ضد توغندیو وړتیاوو لوړول دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د سېه شنبې پر ورځ د دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت په خپلو خبرو کې د افغانستان پر هوايي حريم د بهرنيو بې پيلوته الوتکو يرغل محکوم کړ.
نوموړي په خپل دفتر کې یادې سرچینې ته ویلي؛ اوسمهال د دفاعي ځواکونو شمېر ١٥٠زره دى، چې ټاکل شوې ٥٠زره نور ور زيات شي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه د اړتیا وړ بودجې کچه په ډاګه نه‌کړه.
لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت وایي: دفاع وزارت په بودجه کې تر ټولو لویه برخه لري، چې د افغانستان له مالياتو او ګمرکي عوايدو برابريږي.
فطرت دا هم ویلي، چې پر دفاعي هڅو له راڅرخېدو مو موخه د بې پیلوته الوتکو او نورو یرغلونو پر وړاندې د افغانستان فضایي خونديتوب دي.
هغه وایي: د الوتکو ضد توغندي د هر هېواد اړتيا ده. ټول هېوادونه د خپلې خاورې او هوايي حريم د بشپړتيا ډاډمنولو لپاره پرمختللې وسلې غواړي، چې افغانستان هم له دې اړتیا سره مخ دى.
نوموړي زیاته کړې؛ له شک پرته افغانستان هم هڅه کوي، چې هغه ترلاسه کړي.
ستر درستیز فطرت په دې اړه ویلي؛ مونږ د خپل فضایي حریم د ساتنې لپاره د حل لارې موندلو لپاره پوره هڅې کوو او د ترلاسه کولو لپاره یې خپل ټول وس کاروو. دا، چې له کوم ځایه به یې ترلاسه کوو؛ دا محرم ساتو، خو مونږ یې باید ولرو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سمدستي د رویترز غوښتنه او پوښتنه ځواب کړې نده.
پاکستانيو چارواکو تائید کړې نده، چې د دوی هوايي حریم د افغانستان پر وړاندې بې پیلوته الوتکو ته کارول کیږي.
فطرت ویلي: مونږ تل هڅه کړې او هڅه به کوو، چې ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل کړو او په دې اړه مو له صبر او زغم کار اخیستی دی. ګاونډی هېوادونه باید پرینږدي، چې د صبر کاسه مو نسکوره شي.
رویترز دا هم په ډاګه کړې؛ پاکستان د افغانستان اسلامي امارت تورن کړی، چې اورپکو یې د افغانستان خاوره د پټنځي په توګه کارولې ده.
په اورپکو کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوم اخیستل کیږي، چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات کړي دي.
اسلامي امارت دا ادعاوې تل رد کړي او وایي؛ هیڅ ډله اجازه نه‌لري، چې افغان خاوره د نورو او ګاونډیانو پر وړاندې وکاروي او یا پرې بریدونه وکړي.
د فطرت د څرګندونو له مخې؛ پخوانی امنیتي پرسونل، چې اوس د افغانستان د ځواکونو یوه مهمه برخه ده، د اسلامي امارت ځواکونو ته ورته معاش لري او ښه چلند ورسره کیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *