افغانستان

د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۶۸ تنه سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه يیز ملاتړ ښوونځي څخه د مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د ملي دفاع وزارت اړوند بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۶۸ تنه سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه يیز ملاتړ ښوونځي څخه د مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه غونډه کې د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، ګڼ شمېر سرتېرو او منسوبينو ګډون کړي وو.
امنیتي مسوولینو فارغو شویو سرتېرو ته د ویناوو پرمهال وویل چې درکړل شوې مسلکي زده کړې د اسلامي امارت یو امانت دی.
يادو فارغانو د هېواد په هره برخه کې دندې ترسره کولو ته چمتووالی وښود او زیاته يې کړه، چې په هر ډول شرايطو کې د خپلو آمرینو اطاعت ته چمتو دي.
د یادونې ده چې غونډه فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *