افغانستان

په هلمند کې د ۱۴ میلیونو ډالرو په لګښت یوې پروژې چارې پیل شوې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په لګښت د یو کانال پاکولو او استنادي دېوال د جوړولو چاري پیل شوې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په لګښت د یو کانال پاکولو او استنادي دېوال د جوړولو چاري پیل شوې
د دغه ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا رئیس ملامحمود ثاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د CHA موسسې په مالي ملاتړ د یو کانال پاکولو او استنادي دیوال جوړولو چاري پیل شوې. هلمند کي د CHA موسسې مسئول ارغستاني باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې CHA موسسه هلمند کې د اوبولګولو برخه کې خدمتونه وړاندې کوي چي په دغه برخه کې ۶۸ پروژې منظور شوې چې تر دې مهاله د ۱۵ پروژو بودیجه راغلې ده.
ارغستاني زیاته کړه، چې دغه ډول پروژې به د دغه ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې هم د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې شي.
د یادوني وړ ده، چې دغه پروژه د نادعلي ولسوالۍ په ۱۳۳ کلیو کې کار پلې کېږي، چې تر دې دمه په ۱۱ کلیو کې یې کارونه بشپړ شوي او ۱۹۳ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *