افغانستان

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر: هڅه کوو چې افغانستان د پردیو له احتیاج څخه وژغورو

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو له علماوو، مشرانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو له علماوو، مشرانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د یادو ولایتونو علماوو، مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو ولایتونو د کانونو په اړه د خبرو ترڅنګ یې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د کانونو او د غیرقانوني استخراج او قاچاق د مخنیوي په موخه د مسلکي کان کیندنې د جوازونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد اقتصادي پراختیا په برخه کې خپل خدمتونه په رښتني توګه ترسره کړي دي، ترڅو د خپلو ملي  عواید کچه لوړه کړي او وکولای شو چې د هېواد کړيدلی ملت له اقتصادي بحران څخه وژغورو.

په پای کې د یادو ولایتونو علماوو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او سرپرست وزیر له لور ورته د همکاریو ژمنه ورکړل شوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *