سیاسی

افغانان خپل برخه ليک پخپله ټاکي

تاريخي پاڼې راښايي چې په نړۍ کې د لوي غوښتونکو هېوادو د مستعمراتي هڅو په وړاندي د خپلواکې او ازادي نهضتونه وتوانيدل خپلواکې ترلاسه کړي

متین
تاريخي پاڼې راښايي چې په نړۍ کې د لوي غوښتونکو هېوادو د مستعمراتي هڅو په وړاندي د خپلواکې او ازادي نهضتونه وتوانيدل خپلواکې ترلاسه کړي او خپل برخه ليک پخپله وټاکې همداوجهه ده چې د نړيوالو منل شويو اصولو له مخي هيڅوک نه شي کولي د خپلواکو او ازادو هېوادو له پاره د حکمتونو بڼه او تشکېلاتي جوړښت وروتپي خو سپين سترګي او د مستعمراتي هڅو ليونيان چې د تاريخ څخه يي عبرت نه دي اخستي بياهم د نورو هېوادو په کورنيو چاروکې لاس وهنه او د خپلي خوښي د واکمني د رامنځ ته کولو له پاره د مختلفو لارو څخه کار اخلي هڅه کوي چې د خپلو ګوډاګيانو له لاري خپلي ناوړه او ناروا ګڼي خوندي وساتي. خو په زياتو هېوادوکې مستعميراتي سياست او لارښووني د ماتي سره مخامخ شوي او د هر ډول لاس وهني په وړاندي يي غوڅ غبرګون ښودل شوي. اوس هم د ځبرځواکونو هېوادو ترمنځ په ځينو هېوادو د فشار او بنديزونو له لاري غواړي چې د خپلو ګټو د خونديتوب له پاره لاري ولټوي او د پلميزو هڅو څخه کار واخلي.
همدا اوس د اسلامي امارت واک ته د رسیدو راهيسي چې د اشغالګرو د اشغال لمن ټوله شوي ورسره سم يي په نړيواله کچه داسي تبليغات پيل کړي چې د يو ازاد او خپلواک هېواد د ګټو او قوانينو سره سمون نه خوري. ليدل کېږي چې په غير قانوني توګه د ړنګ شوي جمهوريت ځيني واکمنان چې د اشغالګرو په خوښه او د هغوي په فرمايش ناوړه او له حقيقت څخه لري تبليغات کوي بايد پوه شي چې تښتيدلو چارواکو د واک پر مهال هېواد او خلکو ته د خدمت کولو امتحان ورکړي. بايد ومني چې هغوي چې له بهره د اسلامي امارت له پاره د ستونزو په رامنځ ته کېدو بوخت دی هيڅ وخت به لاس ته راوړني ونه لري او د دروغو راپورنه به يي اسلامي امارت ته هيڅ زيان ونه رسوي ځکه په هېواد مينو افغانانو د تاريخ په اوږدو کې هيڅ ډول مستعمراتي واکمني نه دي منلي او په راتلونکې کې به هم له بهره راليږل شوي او راتپل شوي واکمني ونه مني. نو غوره به وي چې په بهر کې د اسلامي امارت پرضد تبيلغاتي ناوړه هڅي چې د اشغالګرو له پاره به هم ګټه ترلاسه نه کړي او د اسلامي امارت په وړاندي به يي باور هم زيانمن شي بندی شي په دي وروستيو کې پلميزي هڅي چې هيڅ ډول بنياد نه لري زياتي شوي او د اسلامی امارت په کورنيو چاروکې د لاس وهني له پاره د مختلفو لارو په لټون بوخت دي. کله د ملګرو ملتونو له لاري د بشر د حقوقو په پلمه او کله د پراخ بنسټه حکومت د جوړيدو په پلمه غواړي چې خپلي موخي ته د رسيدو له پاره لاري ولټوي خو څرګنده او ښکاره خبره داده چې پرته د اسلامي امارت څخه هيڅوک نه شي کولي چې د افغانستان د خلکو برخه لیک، وروټاکې ځکه افغانانو د هېواد د خپلواکې او اشغال د پاي ته رسيدو له پاره بي شميره قرباني ورکړي او اوس د هېواد هري وګړي د اسلامي امارت څخه د ملاتړ ملا تړلي او پردي پالو ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد يو ځل بيا د افغانانو په وينو ولړي. نړيوال بايد د تيري کوونکو اشغالګرو څخه د اشغال پرمهال د افغانانو د بي ګناه وژني په هکله معلومات وغواړي نه دا چې د خپلو ګوډاګيانو واک ته د رسيدو له پاره ورته لاري ګودري هواروی. پوهيږو چې د لاس وهونکو له خوا به يو لړ ستونزي راپيدا شي خو د اسلامي امارت مجاهدين او په ټوله کې افغانان د هېواد د خپلواکې او ازادي له پاره هر ډول ستونزو او ګړاونو زغم له لاسه نه ورکوي او د دښمن په وړاندي يي د سرښندني او ميړنتوب روحيه لاپسي پياوړي شوی ده ځکه افغانانو د لاس پوڅو واکمنانو کړني چې د فساد ډکې وي اوس رابرسيره شوي چې د کرکې او نفرت څخه نور څه نه شي ترلاسه کولي نو له دي کبله لاس وهونکې هېوادونه چې په پلميزو هڅو بوخت دي لاس واخلي او د تښتيدلو واکمنانو د واکمني له پاره دي پانګونه نه کوي تمه ده چې ملګري ملتونه د ړنګ شوي جمهوريت چې تشکېلاتي جوړښت يي له مينځه تللي بايد د هغوي د چارواکو له پاره د اسلامي امارت پرضد تبليغاتي کمپاين پای ته او په حقوقي توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولي څوکې اسلامي امارت نه وسپاري ترڅو په مخامخ خبروکې د اسلامي امارت په وړاندي پلميزو خبروته د حقيقت او واقعيت په رڼاکې ځواب وويل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *