افغانستان

برتانیې له افغانستان سره خپلې مرستې ترنيمایي هم را کمې کړې

د «نړیوالې ژغورنې کمیټې» اعلام کړی، چې بریتانیا به له افغانستان او پاکستان سره خپلې مرستې راتلونکی کال ۵۳ سلنه کمې کړي.

د «نړیوالې ژغورنې کمیټې» اعلام کړی، چې بریتانیا به له افغانستان او پاکستان سره خپلې مرستې راتلونکی کال ۵۳ سلنه کمې کړي.

دغه کمېټه وايي، افغانستان او پاکستان ته د بشري مرستو کچه له ۳۰۴ میلیون پونډو څخه ۱۴۱ میلیون پونډو ته راټیټه شوې ده.

سرچینه زياتوي: د مرستو په کمښت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو اړوند پروژې هم شاملې دي.

په بریتانیا کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې د اپریل په څلورمه وویل چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د زیانمنو ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د دې موسسې له یوې پروژې سره د مالي مرستو ۹۰ سلنه کمه کړې ده.

دا پروګرام له سلو زرو څخه زیاتو خلکو ته لومړني خدمتونه لکه روغتیا او تعلیم وړاندې کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د غوښتل شویو ۴،۶ میلیارد ډالرو یوازې پنځه سلنه یې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی، چې له سمدستي داسې مرستو پرته به په میلیونونو خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته له لاسرسي څخه محروم شي.

دغه دفتر زیاته کړې، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر او سخت بشري ناورین سره مخ دی او له دې سره سره یې د مرستندویه عملیاتو لپاره په نړۍ کې تر ټولو کمه مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۲۸ میلیونو افغانانو له ډلې ۲۳ میلیونه مرستو ته د ۴،۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *