افغانستان

امیرخان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سره ټلېفوني خبرې وکړې

‏ بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سراج الحق سره ټلېفوني خبرې وکړې.

‏ بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سراج الحق سره ټلېفوني خبرې وکړې.
پاکستاني رسنيوو وېیلي، چې په دې خبرو کې دواړو څېرو د افغانستان او پاکستان پر وروستي سیاسي وضعیت او په سيمه کې د سولې هڅو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
وېيل شوي، چې په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان پر ښو اړیکو ټینګار شوی او پاکستاني سياستوال افغانستان او پاکستان دوه« وروڼه» هېوادونه ګڼلي.
سراج الحق دا هم وېیلي، چې دواړه هېوادونه روښانه راتلونکی لري.
پاکستاني رسنيوو دغه راز وېيلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر به په نيږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *