سیاسی

د کوکنارو کښت د له منځه وړلو کمپاين ستايو

له نېکه مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا د کوکنارو کښت د له منځه وړلو کمپاين د امير المؤمنين د فرمان په بنسټ پيل او پراخه شوی دی، د ارقامو له مخې چې د دولت له خوا ورکړل شوي.

حمزه

له نېکه مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا د کوکنارو کښت د له منځه وړلو کمپاين د امير المؤمنين د فرمان په بنسټ پيل او پراخه شوی دی، د ارقامو له مخې چې د دولت له خوا ورکړل شوي، څرګندوي، چې په روان فصل کې تر اوسه تر ۶۰۰۰ جرېبه ډېره مځکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده. دا مځکه تر ډېره په ختيځو او سويلي ولايتونو کې له کوکنارو پاکه شوې ده، خو تر څنګ يې په شمالي ولايتونو کې هم ورته کمپاين پيل شوی دی، باور لرو که دغه کمپاين په ښه توګه تر سره شو، نو افغانستان له دې ستونزې خلاصېږي، ځکه په نړيواله کچه اوس هم داسې رپوټونه ورکول کېږي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر د مخدرو موادو توليدوونکی هېواد دی!

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۱۴۰۱ شمسي کال د لومړیو درېیوو میاشتو د کوکنارو د کښت په اړه سروې وکړه چې راپور يې د دغه کال د عقرب په میاشت کې خپور شو. د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان په ۲ لکه او (۳۳) زره هيکټاره مځکو کې کوکنار کرل شوي وو.

له همدې امله دغه کمپاين ته ولس ډېر خوښ دی، چې افغانستان له دې بدنامۍ خلاص کړي.

په ګڼو ولايتونو کې د حکومتي نظاميانو له خوا د ټراکټر په وسيله د کوکنارو کښت په داسې حال کې ويجاړېږي،چې ۳ اوونۍ وروسته يې د حاصل اخستو وخت را رسېږي همداسې په نورو سويلي ولايتونو لکه کندهار، ارزګان، هلمند، فراه، هرات او… کې د کوکنارو د کښتونو حاصل ته کم وخت پاتې دی.

په ځېنو ولايتونو کې د اوسني فصل کوکنار د ۱۴۰۱ شمسي کال د جدي د مياشتې په لومړیو کې کرل شوي او د ثور د میاشتې په لومړیو کې يې تارياک راټولېږي،نو له همدې امله په جدیت سره د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاين زور اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ټويټر پر پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، کوم عملیات چې د دلوې د میاشتې په منځنۍ اوونۍ کې پيل شوي، په پایله کې يې نظاميان توانېدلي چې نژدې ۶ زره و (۳۶۳) جرېبه مځکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي.

د حکومت له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې، د (۲۲) هغو ولایتونو تر څنګ چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل، سږکال په نورو داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي چې په تېرو اوو کالو کې هلته د کوکنارو کښت صفر شوی و.

لغمان، ننګرهار، کونړ، کندز او باميان هغه ولایتونه دي چې له ۱۳۹۵ شمسي کال راهيسې هلته کوکنار نه کرل کېدل، خو سږکال ليدل کېږي چې په دغو ولایتونو کې بیا کوکنار کرل شوي دي.

په اجتماعي شبکو کې يو غږ خپور شوی چې د بدخشان والي مولوي امام‌الدین ته منسوب شوی دی، مولوي امام‌الدين وايي: «د نېشه يي موادو او کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه دې عاجل او جدي اقدام وشي او خلکو ته دې اعلام وشي چې موږ په هېڅ وجه د کوکنارو کښت ته اجازه نه ورکوو او هغه چا چې کوکنار کرلي، اوس هم وخت لري چې ويجاړ يې کړي او پر ځای يې بل څه وکري. هغه موسسات چې پر خپل سر ولسوالیو ته راځي د اقتصاد ریاست او ولایت له مکتوب او همغږۍ په هیڅ صورت اجازه مه ورکوئ.»

له دې په ډاګه کېږي، چې حکومت په جدي توګه د کوکنارو کښت له منځه وړلو ته هوډ کړی دی، ولس د دغه هوډ د زړه له تله هرکلی کوي، په رسنيوو کې هم په دې اړه خبرونه خپاره شوي، چې له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

کوکنار نه يوازې د افغانستان بدنامي ده، بلکې دغه بوټي د افغانستان وګړو ته درانه زيانونه اړولي دي، له ۴ ميليونو ډېرو کسان چې ټول يې ځوانان دي، پر مخدرو موادو روږدي شوي دي،دا د يوه هېواد لپاره ستره فاجعه ده،بل لوری تپل شوې جګړې هم د ډېرو لوېديځو هېوادونو له خوا د کوکنارو او ترياکو لپاره په افغانستان کې روانې وې ، د نړۍ مافيايي کړۍ هم په تياره چې کوم تکليف يې نه دی ګاللی د افغانستان له خوا ترياک تر لاسه کوي او خپلې ګټې يې په کې دي، خو بيه هم د افغانستان نوم بد دی، له بده مرغه چې کوکنار په تېرو څو لسيزو کې پر افغانانو داسې تپل شوي وو، چې آن ملا امام ته به هم په سرسايه کې کوکنار ورکول کېدل او خلکو حج ته د تګ لپاره له همدې ترياکو پيسې تر لاسه کولې!؟

بل لوری کروندګرو دا حلال بوټی باله او له دې پرته يې بل بوټي ته زړه نه ښه کاوه، دغه راز حالت نور بايد ختم کړل شي، افغانان پراخې کرنيزې مځکې لري، چې بايد پر حلال کښت شنې کړل شي، دولت هم مکلف دی، چې اړوند اګارنونه يې کرنه پراخه او عصري کړي او د اوبه خور سيستم پر عصري کړي، چې افغانستان هم د اوبو پرسر له نړيوالو او سيمه ييزو شخړو خوندي کړل شي او هم کروندګرو ته د کوکنارو د کر پلمه په لاس ورنه شي. له دې سره به فقر پای ومومي او افغانان به په خپل کور او کلي کې د حلالې روزۍ څښتنان شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *