افغانستان

خليفه سراج الدين حقاني: اسلامي امارت ته د افغانستان د ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د خوندي امنيت او مخدره موادو سره مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي؛ په دې تړاو يې د بېلا بېلو هېوادنو له استازو سره کتلي او ټول په دې باور دي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې، په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زده کړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

نوموړې زیاته کړې؛ له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، نوموړې د راستنېدونکو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی کړی او په وینا يي، چې نړيواله ټولنه دغه بهير څاري.  روزا اوتونبایوا ویلي؛ حاکم نظام توانیدلی، چې له رامنځته کېدونکو پېښو سره بريالۍ مبارزه او د هغو ښه مديريت وکړي

د هغې په وينا؛ اسلامي امارت و کولای شول، چې په دغه بهیر کې له نړیوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.

د کورنيو چارو سرپرست خليفه سراج الدين حقاني ویلي؛ حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي او د چارو منظم ترسراوي په موخه يې د بېلابېلو ادارو له کار کوونکو څخه جوړاو، مختلفو کمېټو ته دنده سپارلې، چې تر دې دمه يې د خدای تعالی په نصرت د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد په برخه کې د پام وړ مرسته کړې او لاهم په بريالۍ توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت ګاونډیانو سره د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.

حقاني ټينګار کړی، چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.

سرپرست وزير زياته کړې، نړیوال اړخونه هم باید د وسله والو جنایتکارانو د کنټرول په موخه د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي. خلیفه حقاني د نړيوالې ټولنې د سرمنشي له ځانګړې استازې څخه هېواد کې له مخدره توکو سره د مبارزې، راستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ او په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه د نړيوالې ټولنې له همکارۍ مننه کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *