گزارش

د پل سوخته معتادینو اولادونو حال درکوو

هغه ماشومان چې له پل سوخته لاندې د خپلو معتادینو والدینو سره یو ځای اوسېدل اوس په ۱۵۰ بستریز روغتون کې درسونه وایي.

را پور پامیر وطنوال

هغه ماشومان چې له پل سوخته لاندې د خپلو معتادینو والدینو سره یو ځای اوسېدل اوس په ۱۵۰ بستریز روغتون کې درسونه وایي.

یو شمېر هېوادوال دغه چاره ستایي او وایي، دا ښه اقدام دی، چې د اسلامي امارت حکومت د دې ماشومانو د زده کړې په برخه کې خپل ګام پورته کړ.

د فرید مشال په نوم ځوان شریعت ورځپاڼې ته وویل:”بېخي ډېر خوشاله شوم، په دې ماشومانو، چې د خپلو معتادو پلرونو سره به یوځای د پل سوخته لاندې اوسېدل او د دنیا له هرې کړنې ناخبره وو. ښه کار وشو، چې حکومت ورته د زده کړو زمینه برابره کړه.له حکومته دا هېله لرو چې په ټول هېواد کې د نجونو مکتبونه خلاص کړي. پوهنتونونو ته یې پرېږدي. جهل علم وژلی شي او د علم دروازې بندول د زندانونو ډېرول دي. اوس به معلومه شوي وي مشرانو ته، چې له درسونو پاتې کېدل زموږ ټولنې ته د ګټې پرځای څومره ضرر رسولای دی.”

عبید ساپی زیاتوي:” زه واقعاً ډېر خوشاله شوم د دې خبر په اورېدو، چې د پل سوخته لاندې د خپلو معتادینو پلرونو سره کوم ماشومان اوسېدل، هغوی ته په روغتون کې درسونه ویل کېږي. د زده کړو دغه لړۍ دې تر پخوا لا پیاوړي شي. تړلي ښوونځی دې پرانېستل شي.ځکه علم په نر او ښځه فرض دی.”

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د دغه ماشومانو انځورونه خپروي او د اسلامي امارت د حکومت ستاینه کوي، چې یادو ماشومانو ته یې په روغتون کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.دوی زیاتوي، امارت په خپل ولس ډېر مهربانه دی او چې څوک په دې اسلامي نظام شکر نه وباسي تر هغې بل ناشکره نشته.

واحدالله وحدت شریعت ورځپاڼې ته وویل:” موجوده اسلامي نظام باندې ډېر شکر وباسو.هغه زندان چې دوی پکې له نشه یي پلرونو سره وخت تېرو اوس ورته په روغتون کې د زده کړو زمینه برابره ده. د الله ج شکر چې د یو ښه شرعي نظام څښتنان یې کړو.”

باید وویل شي، چې تر دې خبر وړاندې د خوست د معتادینو له ۷۰ بستریز روغتون څخه ۵۲ تنه معتادین

چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې له مرکز او ځینو ولسوالیو د درملنې په هدف راټول شوي وو، تر درملنې وروسته خپلو کورونیو ته وسپارل شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *