افغانستان

له خواف- هرات اوسپنې پټلۍ څخه به ژر د سوداګریزو توکو انتقالات پیل شي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ایران اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم ګډ هیئت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ۳مې ټوټې د غوریانو او روزنک ستیشنونو په ګډون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ایران اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم ګډ هیئت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ۳مې ټوټې د غوریانو او روزنک ستیشنونو په ګډون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه. افغان لوري د غوريانو ستیشن او په کې موجود تجهيزات د تخنیکي ټيمونو په حضور کې په رسمي توګه ايراني لوري ته وسپارل، چې ایرانی لوری په کې خپل تخنیکي دفترونه فعال او د یادې پټلۍ پاتې برخه چارې چې د دوی تعهد دی، پوره کړي.

په دې لیدنه کې ايراني لوري په کتبي توګه ژمنه وکړه چې  د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکاري به تر حمل میاشتې مخکې د خواف-هرات اوسپنه پټلۍ د لوکوموتیونو راتګ ته چمتو کوي او لومړنی کتار به راځي. د ایران اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم مشر مصطفی رضایي وویل: هڅه کوو د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې هرات ته انتقالات پیل کړو.

همدې ته په کتو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره همدا مهال پر دې بوخته ده چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو  د انتقالاتو له پیلېدو مخکې روزنک ستیشن کې ټول اړین سهولتونه برابر کړي.

همدا اوس روزنک کې ډیری بندري ادارو ته لکه  نفت او ګاز شرکت، ستندرد ملي اداره، زراعت وزارت، تخلیه او بارګیري، افغان پست او ترانسپورت وزارت څانګو ته کاري ځایونه مشخص شوي دي او هڅه کیږي څو ورځو کې ټولې بندري ادارې فعالې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *