اجتماعی

مهاجر کمپ (يوه کيسه)

نږدې يوه اونۍ وشوه چې د تورخم مهاجر کمپ کې يو، دلته له ډيرو ژړوونکو، دردوونکو، حيرانوونکو او خوشحالوونکو کيسو سره مخ شوو. حيرانوونکې او خوشحالوونکې يې دا ده چې د اسلامي امارت له عسکره تر وزيره ټول منسوبين په يو نه تعبيرېدونکې جذبه کار کوي، ځان ستړی کوي او د خپلو مجبورو هيوادوالو مرسته کوي او خوابدوونکې کيسې نو د اجباري راستنو شويو مهاجرينو دي، چې تر کمپ رارسيږي نو ښه ستړيږي او زهيريږي.

نږدې يوه اونۍ وشوه چې د تورخم مهاجر کمپ کې يو، دلته له ډيرو ژړوونکو، دردوونکو، حيرانوونکو او خوشحالوونکو کيسو سره مخ شوو. حيرانوونکې او خوشحالوونکې يې دا ده چې د اسلامي امارت له عسکره تر وزيره ټول منسوبين په يو نه تعبيرېدونکې جذبه کار کوي، ځان ستړی کوي او د خپلو مجبورو هيوادوالو مرسته کوي او خوابدوونکې کيسې نو د اجباري راستنو شويو مهاجرينو دي، چې تر کمپ رارسيږي نو ښه ستړيږي او زهيريږي.

د ابلې ورځې کيسه ده. مهاجر کمپ کې مې لومړۍ ورځ وه، ماخستن ناوخته د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون د يوې کمېټې له مسؤل سره د کارونو اړوند مجلس کې مصروف و، چې د خيمې تر څنګ مو د يوې زنانه او ماشوم غږ واورېد، د کمېټې د مسؤل محافظينو ورسره سوال ځواب کاوه، له کومه ځايه راغلي ياست؟ خيمه مو چيرته ده؟ ولې مو ځان نه دی ثبت کړی او…

د مجلس ګډونوال متوجه شول. د کمېټې مسؤل ناارامه شو او په محافظينو يې غږ کړل چې ماشوم خېمې ته د ننه راولي او مور يې يوې خوا ته انتظار کړي، له دې خبرې سره خپله ولاړ شو، د خېمې پرده يې پورته کړه، ماشوم يې له لاس ونيو او د خيمې منځ کې ورسره کيناست.

خيمه مو چيرته ده؟

ماشوم ځواب ورکړ، هلته کوزه خوړ ته نژدې.

– کله راغلي ياست؟

– نن ناوخته راورسيدو، خو نابلده يو، يوازې خيمه مو پيدا کړه او نور ټول کار مو پاتې دی، اوس يو چا ستاسې خيمې ته راوليږلم.

– ښه، له کوم ځای راغلئ؟

– له کوجرانوالې.

د دې لپاره چې حق يې حقدار ته رسولی وي او يا يې د حقدار حق بل چا ته نه وي ورکړی، د کمېټې مسؤل خپل ټول ذهن راټول او څو لفظونه ټوټا پوټا اردو يې ورسره وويله او ماشوم په روانه اردو ژبه ځوابونه ورکړل. د کمېټې مسؤل موږ ته وکتل، سترګو کې ښکاريده چې ماتې يې ومنله، ويې خندل او بيرته يې په پښتو ژبه ورسره سوال ځواب پيل کړ.

ماشوم د غريبې او بې څوکه کورنۍ ښکاريده، خو بيدار او زړور و. کيسه يې وکړه: موږ ګجرانواله کې اوسېدو، مور او دوه نور کوچنيان وروڼه لرم، ما خپله بل چا سره مزدوري کوله او د سهار ماښام ډوډۍ مو پيدا کوله. پلار مې کلونه پخوا بل واده وکړ او موږ يې پرېښې يو، هغوی اوس هم پاکستان کې اوسيږي او زموږ کور ته پوليس راغلل او له کوره يې په زور وايستلو.

د دې خبرو په اورېدو مې رګونو کې يخې اوبه لر بر تېرې شوې، د مجلس څو تنو نورو ګډونوالو هم څک څک وکړل او په يو غږ يې وويل چې د دوی کار عاجل خلاص شي.

يو مجاهد د کمېټې مسؤل مولوي صاحب په امر د ماشوم عکس د ثبت او بايوميټريک مرکز ته واټساپ کړ او ادرس يې ورکړ چې ورشي. ماشوم او مور يې لاړل او موږ د څو نورو دغسې کيسو له اورولو او اورېدلو وروسته بيرته د خپل رسمي کار مربوط مجلس ته راوګرځېدو.

ساعت دوه وروسته مور او هلک بيا راغلل او ويل يې چې ځای يې نه دی پيدا کړی. دې وخت کې زموږ مجلس هم خلاص و او د بيرته تلو مسير مو د هماغه دفتر اړخ و چې د دوی کار پکې کيدای شو، د کمېټې مسؤل راته کړل چې موټر کې درسره ورسوئ.

کله چې دفتر ته ورسېدو نو ملګری مې ورسره کړ چې کار يې ورته خلاص کړي او مالي کمېټې ته يې د مرستې لپاره رهبري کړي، تقريبا دوه ساعته وروسته مې ملګري ته تلیفون وکړ چې د خپل کار لپاره عاجل ځان راورسوي او وروسته د خوب لپاره يو ځای ځان ته وګورو، هغه راته کړل چې زه دې ماشوم سره اوس هم يم او تر هغو به ورسره يم چې کار يې خلاص شوی نه وي. دوه ساعته وروسته مې ليد چې مالي کمېټې ته يې کاغذونه ورسره راوړل، لس زره افغانۍ مرسته يې ورته واخيسته او رخصت يې کړل. دا وخت د شپې ۹ بجې وې، زما ملګري ته يې لاره کې نورې کيسې هم کړې وې او هغه ورسره داسې منډې وهلې لکه څوک چې خپل کشر ورور ته کار کوي.

دا له خپل ولس سره د مسؤلينو او عادي مجاهدينو د محبت او اخلاص يوه کمکۍ نمونه وه چې وليکل شوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *