اخبارگزارش

پوهنې وزارت د نوي ښوونیز کالد پیل زنګ وکړنګاوه

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په امانیه دولتي تاریخي لیسه کې د مناسبتي غونډې په ترڅ کې نوی ۱۴۰۳ ښوونیز کال د زنګ په کړنګولو پیل کړ.

دې غونډې ته د ریاست الوزارء ادارې مرستیال، د پوهنې وزارت رهبري، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د چارو ادارې رئیس او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي راغلي وو.

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د خپلو خبرو په اوږدو کې د عصري علومو په اړه وویل، چې له عصري علومو سره ځان عیارول د هېوادونو د رغښت لپاره جدي اړتیا ده.

هغه څرګنده کړه، چې افغانستان هم باکیفیته روغتون ډاکټر، په کار پوه انجینر او ان د وسلو جوړونکي ته اړتیا لري او په خبره یې دا ټول د باکیفیته ښوونیز سیسټم په لرلو پورې منحصر دي.

حبیب الله اغا زیاته کړه، چې په دې برخه کې پرمختللي هېوادونه د بهرنیو موسسو پر مټ نه؛ بلکې په خپل زیار او محنت دغه ځای ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل: «هیڅوک مونږ ته دا کار نه کوي؛ بلکې دا زمونږ خپل مسئولیت دی، چې په خپله خپل هېواد جوړ کړو، د عصري علومو پر مټ د ټکنالوجي وکارولی شو، د ځپل لپاره توپ، ټوپک او طیاره جوړه کړو، که نور تاسو ته دا کار کوي نو د غلامۍ په ځنځیر به مو تړي او د خپلو ګټو لپاره به مو استعمالوي».

د ده په خبره، ښوونکي دې خپلو زده کوونکو ته دا انګېزه ورکړي چې د دې هېواد راتلونکی مالک او ساتونکی ته یې او ته به د دې هېواد راتلونکی، انجینر، پیلوټ او ډاکټر ته یې او خپلو هېوادوالو ته به کار کوې.

د غونډې په بله څنډه کې د ریاست الوزراء اداري مرسیتال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ساینسي علومو په زده کړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خپل هېواد د پرمختګ او د نورو له نیازه د خلاصولو لپاره اړ یو چې ساینسي علوم زده کړو.

هغه زیاته کړه، چې د تېرو نظامونو پر مهال د افغانستان د لرې پرتو سیمو ګڼه طبیقه بچیان له زدکړو محروم پاتې و او په وینا یې، اسلامي امارت کوښښ کوي، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته ښوونیز سیسټم ورسوي او پرې نه ږدي چې د هیڅ افغان بچی له زدکړو بې برخې شي.

ښاغلي حنفي دغه راز زیاته کړه: «باید په تعلیمي نصاب کې ټولې اړتیاوې په نظر کې ونیول شي، هم د خپلو اسلامي اصول او هم عصري اړتیاو ته په کتو ساینسی علومو ته پاملرنه وشي».

د نوموړي په باور، ملتونه یوازې د علم په وسیله د نورو له احتیاجه خلاصېدی شي او زیاته یې کړه، چې د نورو له احتیاجه د خلاصېدو لپاره د نړۍ له نورو هېوادونو مخکې شو، «که مخکې کېدی نشو نو په کار ده چې څنګ په څنګ ورسره لاړ شو».

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، چې تېر کال ۱.۲ میلیونه نوي شاګردان په ښوونځیو کې شامل شوي او نومړي تمه وښوده چې سږ کال دا شمېر له دې لوړ شي.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارو مرستیال صبغت الله وصیل هم تېر کال د پوهنې په برخه کې له لاس ته راوړنو ډک کال وباله، چې ټول ټال په کې ۹۳ بابه ښوونځي تأسیس شوي او ۵۰ بابه ښوونځیو له ابتدایې څخه متوسطې او له متوسطې څخه لیسې دورې ته ارتقا کړې او په خبره یې، دا کال هم په یو نوي هوډ او جزبه پیلوي.

هغه په څرګندو ټکو وویل، چې د پوهنې په برخه کې لا هم هغسې کار نه دی شوی، چې باید شوی وی.

د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال لپاره د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې ښوونکي دې د ښوونې په لار کې پوره زیار وباسي او په اسلامي او عصري علومو سمبال داسې زده کوونکي وروزي، ټولنې ته د خدمت لپاره متخصص او په کار پوه شخصیتونه وړاندې کړي د اعلامیې له مخې، د پوهنې وزارت ژمن دی چې د هېواد ګوټ ګوټ او راستنېدونکو افغانانو ته د ښوونې متوازن خدمات ورسوي . اعلامیه زیاتوي، د ښوونې معیاري کول د وزارت لپاره د پام وړ ټکی دی او د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د دغه سیسټم عصري اړتیاوې پوره کړي.

د اسلامي امارت چارواکو په خپلو خبرو کې د دې لپاره د علم په حاصلولو ټینګار وکړ، چې په وینا یې اسلام مسلمانان دې ته دعوت کړي، چې نورو انسانانو ته د ژوند اړتیاوې برابر کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یوازې دیني نه بلکې عصري علومو ته هم د لاسرسي شدیده اړتیا ده.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *