اجتماعی

اقلیم د عمل په لومړی کرښه کې

اقلیم چې د دريو لسيزو په اوږدو کې د هوايي ښکارندو په اړوند مالو ماتو راټولول دي ،همدا اقلیم دی چې  د خلکو په ژوندانه مستقیم اغېز پرېباسي،ورځنۍ چارې يې هم د دې اړوند ترسره کیږي ان تر دې چې د خلکو د هڅوب په ټاکلو کې هم ونډه لري نو  همدې ارزښت ته په کتو ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د جوړې شوې ادارې (د هوا پېژندنې  نړیواله اداره )کومه چې  له نن څخه    څلور اويا کاله مخکې ١٩٥٠ کال د مارچ په ٢٣ په دې موخه  را منځته شوه چې د هوا پوهنې اړوندو ښکارندو معلومات یو له بل سره شريک کړي یا په بله ژبه د اقلیم اړوند مالومات راټول ،پروسس ,شریک او خوندي کړي خو دا جوړښت په اوس کې  ١٩٣ غړي لري.

همدې جوړښت د خپلو څېړنو په پایله کې دې ټکي ته رسېدلې ده چې په نړیواله کچه  هوا د تغیر په حالت کې یا د تودېدو پر لور روانه ده د کومو د اغېزو له مخې په نړۍ کې سترې ناوړه پېښې رامنځته ته شوې دي.

د ملګرو ملتونو لخوا دوامداره او پايښت لرونکي پرمختګ په پار په ټاکل شويو اهدافو کې دیارلسمه شمېره موخه په صراحت سره دا څرګندوي چې د اقلیمي بدلون او د هغې اغېزو لپاره د بېړنی غبرګون تر سره شي نو په همدې موخه د مارچ ٢٣ چې په نړیواله کلیزه کې د هوا دې ورځې په نوم ده سږ کال “اقلیم د عمل په لومړی کرښه کې”تر کمپاين او شعار لاندې لمانځل کیږي. اقلیمي بدلون زموږ هېواد هم په امن کې پرېښي نه دی ،هر کال له همدې امله زموږ په زرګونو هېوادوال شهيدان او ټپیانیږي، په زرګونو هستوګنځي ويجاړيږي، د ژوندانه سيستمونه يې له منځه ځي خو په هر حال په ټوله کې خوږ افغانستان په نړۍ کې شپږم اغېزمن هېواد دی او د دې ډول ګواښ پر وړاندې دوې لارې جوړښت او مبارزه لري .لومړی جوړښت، څرنګه مو چې مخکې څرګنده کړه ؛ طبعي پېښې د معمول خلاف څو ځله زیاتې شوې دي د بېلګې په ډول و چکالي کله چې دا ډول پېښه موږ ته مخه کوي ، وختي کرنه وکړو ،هغه بوټي وټاکو چې د سیمې د اقلیم سره په ټولو کې له وچکاليو سره مقاومت وکړی شي،بيه يې په مارکېت کې نسبي ښه وي او نورې دې ته ورته د نورو لارو چارو ټاکل دي .دویم،مبارزه ،  دویمه او نسبي غوره لاره دا ده چې دا ډول پېښو پر وړاندې مبارزه وشي چې بېلګه يې سیلاب را اخلو ،مخکې کلونو کې ډيری اورښت بې وخته اورېدلی دی نو موږ د اوبو راټولولو یا ذخيرې ته اړتیا لرله خو په دې برخه کې موږ محدود امکانات چې کم شمېر بندونه دي په واک کې لرل او په داسې حال کې چې موږ د بندونو اړتیا د هرې سيمې لپاره سره له طبیعي اسانتیاوو څو بندونه دي چې ورغول شي مګر قوي اقتصاد غواړي.

د اقلیمي بدلون سره باید د یو څو ټکو یادونه ډېره اړینه ده هغه دا چې په دې برخه کې د کليوالي ټولنو سره ډېر کم کار شوی دی،ټولنې د اقلیمي بدلون په مدېریت کې ورګډې شي او په دې اړوند زیات کار وشي .د هوا پېژندنې او نورو اړوندو ادارو اخطاریو یا د مخکې خبرواي سیستمونه که څه هم شتون لري خو اغېزمن ثابت شوي نه دي او په دې برخه کې هم کار ته اړتیا ده .په ساختماني چاروکې د اوبو د لویې کچې (اعظمي )جریان په نظر کې نه نیول کېږي او نور …

په هر حال د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه هغه ټکی دی چې ټول  سره یو کوي او ګډ کار ته مو هڅوي ، د هېواد شته رهبري نوموړې مبارزې ته ژمنه ده ،تېره میاشت په ننګرهار کې د اقلیمي تغیر په کنفرانس کې د کابینې وزیر له هغو هېوادونو د غرامت د ورکړې غوښتنه وکړه کومو له امله چې په هېواد کې اقلیمي پېښې رامنځته ته شوې دي.

لیکوال، حبیب الرحمن رحیمي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *