اجتماعی

نوی تعلیمي کال او نوې هیلې 

 

له نیکه مرغه چې دیوکال په تیریدو سره دپاک الله (ج) په فضل نوی لمریز کال را ورسید، هیله لرو چې زموږ قدرمن هېوادوال دغه نوی لمریز کال په هراړخیزه خوښیو او نویوهیلو سره د بشپړې هوساینی په فضا کې پیل کړی او رب العالمین دی تل ګران افغانستان آباد، ودان، سمسور او ښیرازه لري او افغان پتمن ولس دې هم تل په خپل پلارني ټاټوبي کې سرلوړي او بریالی اوسي، د یادونی وړ ده چې له ژمنیو رخصتیو وروسته د (۱۴۰۳) لمریز کال د وری میاشتی په (۲) مه نیټه به ان شاالله چې د پلازمینې«ښکلي کابل» په ګډون د هېواد په سړو سیموکې د ښوونځیو د زنګ په ګړنګېدو د قدرمنو زده کوونکو نوی تعلیمي کال هم پیل شي، هیله ده چې گران زده کوونکې هم په نوي تعلیمي کال کې په خپلو ورځنیو درسونو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي، ځکه چې دغو قدرمنو زده کوونکو به له ژمنیو رخصتیو څخه غوره گټه اخیستې وي او درخصتیو په ورځو کې به یې خپل درسونه ښه لوستي او تکرار کړې وي، البته حقیقت بیا دادی چې د گران هېواد راتلونکې هم په همدغه نوي نسل پورې اړه لري، هرڅومره چې دغه نسل د علم او پوهې پر گاڼه سمبال وي د گران هېواد راتلونکې به هم ښه او ځلیدونکې وي، او دا واقعیت دی چې وایي دنن ورځې ماشومان او تنکي ځلمیان د سبا ورځې لویان، میندې او پلرونه دي.

هېره دې نه وي چې د اوسنۍ نړۍ د پرمخ تللو او صنعتي هېوادونو د تمدن او پرمختګ وړانګې چې تر سترګو کېږي هغه هم دعلم او پوهې لاسته راوړنه ده، د پوهې او مهارت سره مل انسانی ځواک د پراختیا او پرمختګ د ونې ریښه ده، د انساني ځواک په ډګر کې پانګونه ډیره ګټوره او مهمه ده، د صنعتي طرحو د پانګونې څخه د هر ملت راتلونکې د هغه ملت انساني ځواک (پوهان، انجینران، ډاکتران، ماهر کارګران او…) ټاکي. د سواد زده کړه د پراختیا او پرمختګ  اصلي شرط دی، ښونځی او مدرسه د زده کړې لیکلو، لوستلو برسیره په وګړو کې د پلټنې حس ژوندی کوي، په همدې دلیل ښونځی او مدرسه کولای شي د پراختیا او پرمختګ اصلي محرک او د وروسته پاتې کېدو او فقر د مخنیوي لامل اوسي.

د نظرخاوندانو په باورکوم ملت چې د سواد او پوهې له نعمت څخه محروم وي تل به د پرمختللو او باسواده هېوادونو لاس لاندې وي، خرافات، موهومات، ړانده تقلیدونه، فقر، لوږه، ډول ډول بیماریو خپریدل، باطلو عقیدو، ناوړه موخو شتون ډیر زیات په هغو خلکو کې پیداکېږي چې د سواد او فرهنګ له نعمت څخه بې برخې وي.

بنأ اوس چې شکر الحمدلله په هېواد کې د اسلامی امارت په واکمنیدو سره امنیت تامین شوی، نو د ګران افغانستان نوی نسل باید د سواد زده کړې، علم او پوهې ترلاسه کولو په برخه کې ډیر ، هڅه او هاند وکړي، ترهغه چې د نړی د نوی عصر د نوښتونو، تخنیک او تکنالوجی د سالمی سیالی ډگر ته د دانګلو جوګه شي، په حقیقت کې زموږ دا هیله هغه وخت په یو رښتینی باور بدلیدلی شي چې زموږ ځوان نسل د علم او پوهې د نعمت په ترلاسه کولو سره په ځانونو کې یو رغنده نوښت او خوځښت راوپاروي او د خپل ژوند قیمتی او با ارزښته وخت په ناوړه کارونو تیرنه کړي، بلکې د هېواد پالنی په یو ځانگړی احساس ځان دې ته چمتو کړي چې شپه او ورځ نه ستړی کېدونکې هڅه او هاند وکړي او په هر اړخیزه توگه دعلم او پوهې له نعمت څخه ځان برخمن کړي تر هغه چې د پوهې په رڼا کې کلونه کلونه جګړه ځپلی افغانستان د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي او افغان پتمن ولس ته هم په هراړخیزه توګه د بشپړې هوساینې فضا برابره شي او دوی وشي کولای له هر ډول ستونزو پرته د خپل ورځیني ژوند چارې په ښه ډول پرمخ یوسي .

شاه محمود درويش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *