اسلامیمقالات

د رسول الله صلی الله علیه وسلم قرآني اخلاق

دوهمه برخه

۵ــ ریښتیا او رښتینولي یې: رښتیا او صداقت دا له غوره او نېکو صفاتو څخه شمېرل کېږي، نو الله ج خپل وروستي رسول ص ته دا خوی هم وربښلی و، تر دې چې له نبوته مخکې هم په صادق او ریښتین سره یادېده، تل به په خپله ژمنه کلک ولاړ و، مشرکانو په صادق او رښتین سره پېژانده؛ الله ج وایي:«فانهم لا یکذبونک و لکن الظلمین بآیات الله یجحدون». ژباړه: (ځکه دوی تا نه دروغژنوي، بلکې دا ظالمان د الله(ج) له آیتونو څخه انکار کوي.) (انعام ۳۳).

کله چې رسول الله ص د روم واکمن هراکلیس ته لیک واستاوه او هغه د لیک په محتوی د ځان پوهولو لپاره حضرت ابو سفیان رض( چې لا مشرک او د رسول الله ص مخالف و) راوغوښت؛ هراکلیس ورته وویل: ایا تاسو کله هغه په دروغو ویلو لیدلی؟  یا هغه له نبوته وړاندې دروغ ویلي؟ نو ابو سفیان رض ورته وویل: نه ( د بخاري شرح فتح الباري۱۰/۹۴، ۹۵)

همدارنګه کله چې رسول الله ص د نبوت په مقام ونازول شو نو خدیجې رض ته یې د نبوت او بعثت زېری ورکړ، ولې له دې یې وېره درلوده چې خلک به یې دروغژن وګڼي نو هغې ورته وویل: ته تل ریښتیا وینا کوې …

مشرکان د رسول الله ص په صداقت او رښتینولي سره ګواهان وو ، سعد بن معاذ عمرې ته لاړ هلته له مشرکانو سره مخ شو او ځینو د رسول الله(ص) د صداقت شاهدي ورکړه، نو رښتیا وینا کول او رښتیا خبرې کول د هغه له خویونو څخه و. باید موږ هم تل رښتیا ووایو او په دې آیت عمل وکړو:« یا أیها الذین آمنوا اتقوا الله و کونوا مع الصادقین». ژباړه: (اې مومنانو له الله ج څخه ووېرېږئ او له رښتینو څخه شئ). (توبه/۱۱۹)

همدا راز رسول الله ص په امانتدارۍ سره ټول قرآن کریم خلکو ته ورساوه، هیڅ کمی او زیاتی یې په کې ونه کړ، که امانت یې نه پر ځای کولو نو د عبس سورت لومړي ایتونه به یې پټ کړي و، بلکې هغه یې په پوره امانت سره ورسول، سره له دې چې په هغو ایتونو کې ده ته تنبیه شوې وه، د اوس وخت اکثره مشران په جهر سره دروغ وایي،چې هغه مطبوعاتو ته راشي، ولې بیا داسې وایي چې ما داسې نه دي ویلي زما خبره غلطه رسېدلې ده یا وایي ناسمه تعبیر شوې.

امانت خورا سپېڅلی خوی دی چې الله ج خپل نبي ته ډالۍ کړی دی، نو بناءً موږ ته هم لازمه ده چې دا خوی د ژوند په ټولو ډګرونو کې عملي کړو.

عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *