اخبارجهان

غزه؛ ۱۲ فلسطینان شهیدان شوي او ۱۴ نور نیول شوي دي

د غزې په دیرالبلاح سیمه کې د استوګنې پر کورونو د صهیونست پوځ هوایي برید کې، چې نن سهار وختي ترسره شوی، ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او دغه راز په اشغالي سیمو کې یې ۱۴ تنه نیولي او له ځان سره وړي دي. د وافا خبري اژانس د خبر له مخې شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ورته وخت کې د اوربند ناکامې هڅې هم روانې دي او د اسرایلو کابینه نن د دوحې د راتلونکو خبرو په اړه، چې مشري یې دوی کوي، مشورتي ناسته کوي.

دغو خبرو کې لوی خنډ د زندانیانو د تبادلې او په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د پاتې کېدو او یا نه پاتې کېدو په اړه ده.

تمه کېږي، دا ځل ټول ښکېل لوري یوې پرېکړې ته ورسېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *