اسلامیمقالات

روژه له موږ څه غواړي!

دا چې روژه د کال په ټولو  میاشتو کې غوره ده، د دې میاشتې احترام باید په زیاتو عباداتو وشي، ځينې هغه شيان چې په دې میاشت کې یې شریعت له موږ غواړي:

١- د حرامو شیانو پرېښودل: حرام شیان خو هر وخت نه دي روا بیا خاص په روژه کې ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي:

څوک چې د زور خبر (د دروغو شاهدي) او په هغه عمل پرېنږدي، الله تعالی ده ته حاجت نه لري چې یوازې خوراک او څښاک یې پریښی.

یعنې په روژه کې باید د ټولو اندامونو روژه وي.

٢- تروایح: دغه لمونځ د رمضان په شپو کې سنت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: څوک چې د رمضان قیام الیل (تراویح) وکړي، ده ته مخکیني ګناهونه بخښل کېږي.

بخاري

٣- اعتکاف: اعتکاف سنت مؤکد دی، د روژې په اخري لسو ورځو کې، ام المؤمنين عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي: کله به چې د روژې اخري لس ورځې داخلې شوې، نبي کریم صلی الله علیه وسلم به شپه ويښه تېروله، خپل اهل به یې ویښولو، کوشش به یې کولو، لنګ به یې وتړلو(جماع به یې نه کوله، د عبادت لپاره به یې ځان فارغ کړ) او نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په دې لسو ورځو کې داسې کوشش کولو چې په نورو وختو کې یې نه کولو.

٤- پیشلمۍ: روژه لرونکي ته د پیشلمي کړل مستحب دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي:

تاسو پیشلمۍ وکړئ په دې کې برکت دی.

٥- په روژه ماتي کې بیړه:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:

زما امت به تر هغه په خیر  وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي.

٦- د روژه ماتي په وخت دعا:

د روژه ماتي په وخت کې دعا مستحب ده، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:

د دريو کسانو دعا الله تعالی نه رد کوي:

الف: د روژه لرونکي دعا د روژه ماتي پر مهال.

ب: د عادل امام.

ج: د مظلوم دعا.

٧- په خرما به روژه ماتوي، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:

چا چې خرما پیدا کړه، روژه دې پرې ماته کړي، که نه وه بیا دې په اوبو روژه ماته کړي، ځکه اوبه پاکوالى دی.

٨- روژه لرونکو ته روژه ماتې ورکول:

روژه ماتې ورکول مستحب دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:

چا چې روژه لرونکي ته روژه ماتۍ ورکړ الله تعالی به د هغه په شان اجر ده ته ورکړي.

٩- په نفلي عباداتو کې زیادت:

په روژه کې د نفلي عباداتو ډېروالی مستحب دی، لکه صدقات، د قرآن کریم تلاوت او نور ځکه د روژې نفلي عبادات د نور وخت له فرضو سره برابر دي!

پای

 

الفقه الحنفی فی ثوبه الجدید

٤٣٦ مخ

١ول جلد

ضیاءالحق حسان

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *