افغانستان
په خوست کې د ترافیکي اشارو د نصبولو لړۍ رسماً پیل شوه
د خوست د ترافیکو مدیریت مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ترافیکي اشارو د نصبولو لړۍ رسماً پیل شوه.
د خوست د ترافیکو مدیریت مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ترافیکي اشارو د نصبولو لړۍ رسماً پیل شوه.
د مسئولینو په وینا د ترافیکو له لوی ریاست څخه خوست ولایت ته د ترافیکي اشارو د نصبولو ټیم ورغلی او د ترافیکي اشارو د نصبولو لپاره یې ځایونه په نښه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د یاد ولایت د ۶ څلور لارو لپاره ترافیکي اشارې ځانګړې شوې وې.
د خوست د ترافیکو مدیر مولوي حمید الله وویل، چې د دوی په هلو ځلو د ترافیکي اشارو شمېر دولسو ته رسېدلی چې په نږدې راتلوونکي کې به د ۱۲ څلور لارو باندې ترفیکي اشارې نصب شي چې په دې سره به د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه هم ونیول شي.