اخبارافغانستان

د قران کریم او کتاب نندارتون کې  نږدې ۲۰۰ د کتاب پلورولو هټۍ پرانستل شوي دي

د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د بیهقي د کتاب خپرولو ریاست له لوري د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کابل ښار د ده افغانانو په سیمه کې د قران کریم او کتابونو نندارتون جوړ کړی و، چې نږدې ۲ سوه شخصي او دولتي د کتاب پلورو لو هټۍ یې درلودلې او د کابل ښاریانو پام یې ورمات کړی و.

د بیهقي د کتاب خپرولو رئیس مولوی عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده وایي چې د مرکز په شمول د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د یوه کال په موده کې زمونږ د ریاست له لوري دا د کتابونو ۱۲م نندارتون دی چې جوړېږي.

مفتي زاده زیاته کړه، چې دا نندارتون د یوې اونۍ لپاره جوړ شوی وو، خو د عامو خلکو د علاقې له مخې به د ټاکلې نېټې څخه درې ورځې لا نور هم وغځیږي.

هغه د دغه کار د هدفونو په اړه راته داسې و ویل: د نوموړي نندارتون څخه مو اساسي موخه دا ده چې د کتاب د مطالعې کلتور په خلکو کې زیات شي او خلک د کتاب مطالعې ته وهڅو، د ځوانانو علمي کچه لوړه شي، دویمه موخه د بیهقي ریاست ۱۶ ډوله قران کریمونه ترتیب کړي، چې ۱۲ ډول قران شریفونه چاپ شول چې بازار ته یې وړاندې شوي دي.

د نوموړي په وینا،د بیهقي کتاب خپرولو ریاست سږ کال ۴۱ بېلابیل کتابونه چاپ کړي او ۱۷ کتابونه د چاپ لاندې دي.

مفتی زاده راته دا هم و ویل چې په راتلونکي کې د دغه نندارتونونو لمن به د ښار مختلفو ناحیو، پوهنتونونو، زندانونو او د هېواد ټول ولایاتو ته وغځوو. دهٔ د دې پلانونه ترڅنګ د یو نړیوال نندارتون جوړولو خبر هم ورکړ، چې په راتلونکي کې به جوړ شي.

سمیع الله چې د نندارتون په یوه څنډه کې یې څو کتابه او ورځپاڼې په لاس کې رانیولې وې وایي چې ډېر خوښ یم، چې داسې نندارتونونه وینم او د خپل ذوق علاقې له مخې کتابونه تر لاسه کوم، دهٔ دغه شان نندارتونونه په هېواد کې د مطالعې د ودې لپاره مهم ګڼل او له اطلاعات او کلتور وزارت څخه په دغه کار کې د لا پراختیا او چټکیا غوښتنه کوي.

همداشان د نوموړي نندارتون یو تن بل ګډونوال سیداحسان هاشمي وایي: د اطلاعات او کلتور وزارت د دغه اقدام ستاینه کوم او دا د کتابونو او ورځپاڼو د بازار موندنې لپاره یو ښه فرصت دی. نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په خلکو کې د ورځپاڼو د مطالعې فرهنګ زیات شوی دی چې د ښوونځیو زدکوونکي او د پوهنتون زدکړیالان یې د نورو عامو خلکو په پرتله زیاتې رانیسي او خوشبختانه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ورځپاڼو د پلور هټۍ شتون لري.

سمیع الله مومند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *