اخبارافغانستان

په غور کې ۵۰ قومي شخړو ته د پای ټکی کېښودل شو

 

د غور د سیمه ییزې ادارې مسئولینو په یاد ولایت کې د پنځوسو قومي شخړو د حل کولو خبر ورکړی دی.

د غور د والي ویاند شیخ مولوي عبدالواحد حماس د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د قومي اختلافاتو د حل کمېټې په جوړېدو سره د خلکو ترمنځ ۵۰ بېلا بېلې قومې شخړې حل کړې دي.

د نوموړي په وينا، دغه اختلافات په تېرو ۲۰ کلونو کې زيات شوي وو او له دې کبله سلګونه کسان بېځایه او قرباني شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *