اخبارافغانستان

د ښوونکو روزنې مسلکي پراختیا امریت به راتلونکي کال کې عملاً خپلې چارې پیل کړي

د پوهنې وزارت په دایره کې د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا څانګه به تر راتلونکي ۱۴۰۳ هجري شمسي کال له پیل سره خپل تشکیل پوره کړي او خپلې چارې به پیل کړي.

د یاد وزارت د عامه اړیکو او نشراتو رئیس منصور احمد حمزه و ویل، چې تر اوسه مو دغه نوی تشکیل پوره شوی نه دی او د همدې لپاره بیاځلې کمېټه ورته ناسته ده، چې ۴۱۴۸ بستونو څخه چې ۱۴۹۵ پاتې دي، کسان پرې وګماري. دهٔ په دې اړه و ویل: د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته ټولټال ۴۱۴۸ خالي بستونه ځانګړي شوي وو او پر بنسټ یې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کمېټه وتوانېدله، چې په تېره یوه میاشت کې په ۲۶۵۳ ځانګړو شویو بستونو کې تکړه او با استعداده کسان د هغوی د تحصیلي کچې او د نمرو فیصدۍ ته په پاملرنې سره وګماري. حمزه د دغه بستونو د لا وضاحت لپاره و ویلې، چې د دغو ګمارل شوو بستونو څخه ۵۱۴ تنه د ښوونیزې څارنې د غړو په توګه، ۱۱۷ تنه د ښځینه وو څانګې د علمي غړو او په یاد تشکیلاتي جوړښت کې ۲۰۲۲ تنه د نارینه علمي غړو په توګه ټاکل شوي دي.

هغه د څارنې او ارزونې څانګې د لرې کړل شوو کسانو په اړه هم و ویلې، چې ځینې یې ګمارلې دي او ځینې نور به یې په مختلفو برخو کې وګمارل شي، په همدې اړه نوموړي و ویل: دغه اکثره یې په دندو ګمارل شوي دي، ځینې یې پاتې دي، چې د ډېریو پېشنهادونه مقام ته را روان دي، یا د معلمي، سرمعلمۍ، مدیریت په صفت یا په بل صفت باندې دوی راپېشنهادېږي او دلته ځای پر ځای کېږي. د نوموړي په وینا چې اوس مهال ۱۴۹۵ بستونه خالي دي او هغه کادري غړي( که د څارنې د څانګې و او که د دارلمعلمین) کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه مقام ته وسپاري او مقام به یې کمېټې ته راجع کړي، هغه دا هم و ویلې، چې دوی دا هم کولی شي، چې د خپلې وظیفې لپاره ولایت انتخاب کړي.

له دې وړاندې د یاد وزارت په یوه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د ولایتونو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د وړتیا لوړونې او ملاتړ په موخه دې د ښځینه ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټېم هم جوړ شي. دغه غونډه کې یو شمېر اړوندو ولایتونو کې د دریمې ژبې د ښوونکو لپاره د اړتیا وړ خالي بستونو د ځانګړي کولو په اړه بحثونه ترسره شوي و.

د یادونې وړ ده، چې د ښوونکو روزنې مسلکې پراختیا امریت د څارنې او ارزونې څانګې پر ځای اضافه شوی دی، چې د له منځه وړل شوې څانګې نږدې ۵زره غړي بې وظیفو شوي وو.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *