اجتماعیمقالات

د نیالګيو کښینولو دود ته ژمن پاتې شئ

د نیالګیو کښینولو دود او فرهنګ له کلونو کلونو څخه راپه دیخوا زمونږ په ګران هېواد سرلوړی افغانستان کې د یو لرغوني دود په څیر دوام درلود، دولت او خلکو به دهېواد په ښارونو، کلیو او بانډو کې هرکال د پسرلي په موسم کې زرګونه نیالګي او ونې کښینولې، البته په پخوا وختونو کې سره له دې چې د خلکو د پوهې کچه ټیټه وه، خوسره له هغې هم د ښاراوسیدنې فرهنګ ته پوره پاملرنه کېده او خلکو د هېوادپالنې د لوړاحساس په درلودلو سره دخپل ښار په پاک او سمسور ساتلو کې پوره برخه درلوده، په اوسني وخت کې سره له دې چې خلک د نیالګیو کښینونې او شنو سیمو پراختیا له ګټو څخه پوره خبرتیا لري، خو له بده مرغه چې دغه کارته لږه پاملرنه کېږي، لکه څرنګه چې لیدل کېږي؛ ښځینه، نارینه، اوتنکي ځوانان ښوونځیو، مدرسو، کورسونو او پوهنتونونو ته د تګ اوراتګ په لارو کې له ونو او نیالګیو څخه ښاخونه پرې کوي او دلوبو د وسیلې په توګه ورڅخه د څو شیبو لپاره ګټه اخلي، او بیا وروسته یې په ویالو او یاهم لاروکې پریږدي. دغه کار له یوه اړخه دچاپیریال ککړتیا او له بلې خوا د ونو د ښاخونو او پاڼو پریکول د آفتونو، حشرو او ناروغیو د عاملینو لپاره زمینه برابروي ترڅو ونې ترحملې لاندې راولي او له مینځه یې یوسي، همدارنګه یو شمېر خلک د ونو چاپیریالي ګټې په نظر کې نه نیسي او په ښار کې شته ونې پریکوي او له لرګیړوڅخه یې د بیلابیلو موخو لپاره ګټه اخلي او په دې کار سره چاپیریال زیانمنوي.

هېره دې نه وي چې ونې له هوا څخه د جامدو ذراتو، کاربن ډای اکساید او نورو مؤضره غازونو په جذبولو سره د چاپیریال په پاکوالي کې مهم رول لري، کابل چې یو له ګڼ میشتو او ککړو ښارونو څخه دی او ددغه ککړتیا دمخنیوی یواځینۍ حللاره هم د ونو او نیالګیوکښینول او دشنو سیمو پراختیا ګڼل کېږي.

پردې بنسټ د یوې غوره سپارښتنې له مخې اړینه بریښي چې قدرمنې کورنۍ خپل کوچنیان د ونو ښاخونو د پرې کولو او زیانمنولو له ناوړه اغیزو خبر کړي او همدارنګه د ښار ټول د قدروړ محترم اوسیدونکي باید د هېواد پالنې د لوړ احساس له مخې دخپلو کورونو په دننه او بهر کې نیالګي کښینوي او دهغو ساتنې او خړوبولو ته هم پاملرنه وکړي، دغه راز د ښونځیو ښاغلي استادان، د مسجدونو محترم ملاامامان او په ټوله کې دښار اوسیدونکي باید د اسلامي، ملي او هېوادني سپیڅلې وجیبې او رسالت له مخې د اسلام د مبین دین او طبیعي علومو په رڼا کې خپل خلک د ونو او شنو سیمو په ارزښت پوه او دهغې ساتنې ته یې په پرله پسې توګه وهڅوي.

د یادونې وړ ده چې د پورتنیو ټولو ګټو په نظر کې نیولو سره د کابل ښار له ټولو ګرانو اوسیدونکو څخه د یو با مسولیته ښارمند په توګه هیله کېږي ترڅو د پسرلي په رارسیدو سره د نیالګیو په کښینولو کې پراخه ونډه واخلي او بیا وروسته هغه خړوب او ورڅخه ساتنه وکړي، همداراز د ښار په بیلابیلو سیمو کې چې د کابل ښاروالۍ او یا هم نورو دولتي ارګانونو او خصوصي بنسټونو لخوا د سمسورتیا لپاره ځانګړي شوي دي د ونو او نیالګیو په کښینولو سره دخپل ښار د چاپیریال په ساتلو کې برخه واخلي او خپله دنیوي او آخروي دنده اداء کړي.

د یاددښت وړده چې د نیالګیو کښینونې او روزنې لارښود پربنسټ د لاندې څو مهمو ټکو یادونه هم اړینه ده:

د نیالګیو کښینول او روزنه: نوي کښینول شوی نیالګي د کښت په ساحه کې له بیلابیلو چاپیریالي شرایطو لکه: وچکالي، تیز لمر، لوړه او ټیټه د تودوخې درجه، او د ژوندیو ژویو له حملې سره مخامخ کېږي، نو له دې کبله اړینه ګڼل کېږي چې د نیالګیو سره نږدې چا پیریال په ښه توګه برابر شي ترڅو د ژوندي پاتې کیدو امکان یې لوړ شي، د امکان په صورت کې د کښت ساحه کې باید نیالګیوته په لومړي وده ایز فصل کې اوبه ورکړل شي، ځکه په لومړي نموئي فصل کې نیالګي د وچکالۍ په وړاندې ډیر حساس وي، همدارنګه د سیوري برابرول اود ملچ ( mulch ) څخه ګټه اخیستنه هم د نیالګیو له ژوندي پاتې کیدو سره مرسته کوي.

د ملچ( mulch ) استعمال: دخاورې لندبل ساتلو او هرزه بوټو له شنه کېدو څخه د مخنیوي لپاره د نیالګیو چاپیر د خاورې د سطحې پوښلو(د عضوي او غیر عضوي موادو په وسیله) ته ملچ ویل کېږي. ددغه موادو استعمال د خاورې له ګرمیدو او یخ وهلو څخه هم مخنیوی کوي، له بیلابیلو موادو لکه: د ونو پاڼې، د ارې بور، نباتی پاتې شوني، دلرګي ټوټې او ټوکرو څخه کولای شو د ملچ په توګه ګټه واخلو، د خاورې مخ باید د ملچ د (۲-۴) انچ ډبلې طبقې په وسیله وپوښل شي او که چېرې د ملچ د طبقې اندازه له دې څخه ډیره شي نو د اکسیجن له تبادلې اوپه خاوره کې د ډیر لندبل د راټولیدو لامل کېږي. د ملچ څخه د ګټې اخیستوپه وخت کې باید د ونې تنه د ملچ په وسیله ونه پوښل شي ځکه د پوټکي د تخریب لامل کېږي.

همداراز نیالګي باید له بیالوژیکي فکتورونو لکه څارویو څرولو او انسانانو په وسیله تر پښو لاندې کیدوڅخه وساتل شي ترڅو په خاوره کې ځان تثبیت او له مړاوي کیدو څخه وژغورل شي.

د نیالګیو د کښت وخت: نیالګی باید هغه وخت کې چې فعاله وده او نمو ونلري کښینول شي، زمونږ په هېواد کې د نیالګیو د کښت معمول وخت د منی له نیمایي څخه پیل د پسرلي تر نیمایي پورې دوام لري. په ساحه کې د نیالګیو کښینول په بزغلیو کې د هغې د روزنې په ډول پورې هم اړه لري، معمولآ په بزغلیو کې نیالګي په دوه ډوله مستقیمآ په خاوره کې یا په ګلدانونو کې روزل کېږي باید په هغه وخت کې چې فعاله وده او نمو نلري، کښینول شي. څرنګه چې په ګلدانونو کې د روزل شویو نیالګیو ریښې له خاورو څخه بهر نه راویستل کېږي نو کولای شو د فعالې ودې او نمو په وخت کې یې هم کښینوو. په هغه سیمو کې چې واوره لږه وریږي او خاوره هم یخ نه وهي د ژمي په موسم کې د نیالګیو د کښینولو سپارښتنه کېږي.

د نیالګیو ټاکنه: نیالګي باید راست(سېده)، روغ او دساقې او ریښو مناسبه اندازه ولري. همیشه باید د نیالګي د ساقې او ریښې د اندازو ترمنځ توازن شتون ولري، هغه نیالګي چې لویې ساقې او کوچنۍ د ریښو سیستم لري نشي کولای ترڅو په خاوروکې خپل ځان تثبیت او د بادونو په وړاندې مقاومت وکړي او همدارنګه کوچنۍ ریښې نشي کولای ترڅو لویو ساقوته اوبه او منرالي مواد برابر کړي. ډیرې کوچنۍ ساقې د چاپیریالي عواملو، حیواناتو او انسانانو په وسیله اغیزمن کېږي، بدبختانه زمونږه په هېواد کې د بزغلیو د خاوندانو لخوا څو کلن نیالګي چې ډیرې لویې ساقې لري په خلکو پلورل کېږي او ورته ویل کېږي چې دغه نیالګي لوی دي او په کمه موده کې لوئیږي، اما دغه لوی او څو کلن نیالګي نشي کولای ترڅو خپل ځان په خاوره کې تثبیت او د بادونو په وړاندې مقاومت وکړي.

همدارنګه د نیالګیو د کښت د سیمې اقلیم او دخاورې ډول هم د نیالګیو په ټاکنه کې رول لري، دهغه سیمو لپاره چې هلته خړوبول اسان او ارزانه وي داسې نیالګي باید وټاکل شي چې لویې ساقې ولري ځکه د لویو ساقو لرونکي نیالګي کولای شي د هرزه بوټو سره رقابت وکړي او همدارنګه د دوامداره خړوبولو په وسیله کوچنۍ ریښې کولای شي ترڅو لویو ساقوته اوبه برابرې کړي. برعکس د هغه سیمو لپاره چې هلته د خړوبولو امکانات کم وي، داسې نیالګي باید وټاکل شي چې مناسبه اندازه ساقې او لویې ریښې ولري. لویې ریښې کولای شي ترڅو له خاورې څخه د اړتیاوړ لندبل جذب او نیلګي له مړاوې کېدو څخه وژغوري.

زمونږه په هېواد کې معمولآ د نیالګیو ریښوته کمه او یا هیڅ پاملرنه نه کېږي، اما دا باید په  یاد ولرو چې د نیالګیو ریښې سالمې او له نیمګړتیاوو څخه باید خالي وي، همدارنګه د نیالګیو د ریښو سیستم باید ډیرې کوچنۍ او ویښته ډوله ریښې ولري ځکه همدا کوچنۍ او ویښته ډوله ریښې له خاورو څخه د اوبو او منرالي موادو په جذب کې مهم رول لري…»

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *