باران د الله تعالی رحمت دی، باران شاړې ځمکې زرغونوي، نباتاتو ته د پورته کېدو او ټوکېدو انرژي ورکوي، باران د ځمکې لاندې حیاتي مادې (اوبو) د غني کولو مهمه منبع ده، د باران هر څاڅکی با ارزښته دی او له دې هر څاڅکي د استفادې لپاره یې باید منظم پلان جوړ شي. د باران اوبه دې عادي مه ګڼئ؛ بلکې د یوه سیستم له لارې دې دغه اوبه ذخیره او په ځینو برخو کې استفاده کړئ.
کله چې د سیستم جوړېدو خبره کېږي نو ممکن هیوادوال دا فکر وکړي چې دا کار یوازې د حکومتونو دی؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده.
په دې برخه کې هر وګړی جلا مسؤولیت او مکلفیت لري، د بېلګې په ډول که تاسو د کور انګړ کې باغچه لری، د باران پر مهال د کور انګړ کې داسې سیستم ساده جوړولای شئ چې د بامونو اوبه مو یوې ذخیرې (د اوبو ټانکۍ) ته انتقال کړی او بیا له همدې اوبو څخه د اړتیا پر مهال د باغچې د خړوبولو برخه کې استفاده وکړئ؛ په دې کارسره به مو دوې ګټې کړې وي(لومړۍ د باران اوبه ذخیره کول او دویم دا چې د کښت او باغچې لپاره به مو له لګښت پرته ترټولو ګټورې اوبه پیداکړې وي).
کارپوهان وایي، د باران اوبه د کرکیلې لپاره ډېرې ګټورې وي، ځکه له هر ډول خطرناکو کیمیاوي موادو پاکې او خوندي وي.
افغانستان کې د باراني اوبو ذخیره کول ځکه ډېر ګټور دي چې د افغنستان ډېره برخه نسبتا وچه هوا لري او د کلني باران د تبعیض کچه په کې کمه ده، خو له بده مرغه ډیری وختونه دا کم ورښت هم په ساحه کې د سیلابونو لامل ګرځي، چې کنترول او مدیریت یې اړین دی.
له ښه مرغه په دې وروستیو کې د اړوند ادارو لخوا د اوبو ذېرمه کېدو ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ډېری ولایتونو کې د اوبو د ساتنې او مدیریت په موخه چک ډمونه او ژورې څاګانې جوړې شوې دي چې له شک پرته دا کار د ځمکې لاندې اوبو لپاره ډېر ګټور تمامېږي.
د څېړونو د معلوماتو له مخې د افغانستان پلازمینې کابل لپاره د باران د اوبو ټولولو سیسټم (Rainwater harvesting system) ډېر ګټور ثابتېدی شي.
که په یاد سیستم کار وشي نو د کابل پر سړکونو به د باران ولاړې اوبه د کور دننه ډګۍ کې پاتې شي.
راځي هر یو د باران اوبو زېرمه کولو کې خپل مسؤولیت ادا کړو او د باران پاکې اوبو د استفادې لپاره ذخیره کړو.
د نړۍ ځینې هیوادونو کې د باران اوبه څه ډول زېرمه کېږي؟
۱-جاپان کې (رین واټر هارویسټینګ سیسټم) کابو هر کور کې شته. هلته باران ډیر وي نو جاپانیان یې یوازې د سیلابونو د خطر د کمولو په خاطر نصبوي.
۲-د اندونیزیا په لویو ښاري سیمو کې تر ځمکی لاندې اوبه په کمېدو دي، نو ځکه هلته حکومت يوه مقرره معرفي کړې چې باید ټولې ودانۍ د نفوذ څاه ګانې(Infiltration wills) ولري، چې له دې لارې به د ځمكې لاندې اوبو بيا رغونه وشي.
۳-د باران د اوبو ذخیره کولو یا کښت سیستم اهمیت ته په کتلو اوس مهال د برازیل په نیمه وچو سیمو کې دا سیستم د تعلیمي پروګرامونو یوه برخه ده.
لیکنه: انجنیر جوادالله جاهد