مولوي عبدالسلام حنفي: د عمومي افکارو په تنویر کې د علماؤو رول مهم دی
د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان له يو شمېر علماوو سره وکتل.
د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان له يو شمېر علماوو سره وکتل.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام رحماني، د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د جوزجان د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې معلومات ورکړي دي.
هغه ويلي چې په ياد ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تامين دی او ځايي مسئولين خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او لازمو اسانتياوو برابرولو لپاره هڅې کوي.
مولوي رحماني، د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتنه کړې چې ښوونې او روزنې، د مدرسو او ښوونځيو تقويت او د هېواد د استادانو او نخبګانو هڅونې ته پاملرنه وکړي.
د رياستالوزرا اداري مرستيال هم په خپلو خبرو کې، د عمومي افکارو د تنوير، د ټولنې د بچيانو د روزنې او د اسلامي نظام د استحکام په برخه کې د علماوو رول مهم او ارزښتناک بللی دی.
هغه ويلي چې اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړې توګه ښوونې او روزنې ته ځانګړی پاملرنه لري او د هېواد د ودې او پرمختيا لپاره به هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.