اخبارافغانستان

بلخ کې د حیواناتو د تلف کېدو د مخنیوي په موخه د حیواناتو خوراکه واخیستل شوه

د بلخ ولايت د والي په هدایت د يو میلیون افغانیو په ارزښت یو شمېر هغو ولسوالیو ته د حیواناتو خوراکه برابره شوه، چي د شديدې واورې د اورښت له امله د مرګ سره لاس او ګريوان وو.

د بلخ ولايت وياند حاجي زيد وايي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د واورې د اورښت یوه نوې څپه راغلې، هغه حیوانات چي لرې پرتو ولسوالیو کي د مالچرونو په وسیله یې مخکي خوراک ترسره کاوه

اوس ټول غرونه او دښتي په سپینه واوره پوښلي، نو په همدې اساس د بلخ والي محمدیوسف وفا په هدایت د بلخ ولایت شولګرې، چهاربولک، چمتال او البرز ولسوالیو کې له هغو کورنیو سره د واښو مرسته وکړه، چې حیوانات یې د یخ له امله دباندې نه شوای راوتلای.

په همدې حال کې د ولسوالیو یادو کورنیو ته د واښو مرستو رسولو مسؤلین وايي، چې د بلخ والي په خاص هدایت یې ۱۲۰ خرواره واښه د یو میلیون افغانیو په لګښت اخیستي، چې ژر تر ژره به یې لرې پرتو ولسوالیو خلکو ته ورسوي.

د یادو ولسوالیو ټول هغه اوسېدونکي چې حیوانات لري، د بلخ والي او افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د دوی غږ یې په همدغه حالت کې واورېده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *