افغانستان

د بیهقي ریاست د چاپ شویو کتابونو مخکتنې غونډه؛ د عباس ستانکزي له لوري د خپل تاریخ په خوندي کولو ټینګار

«په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر افغانستان تېر شوی تاریخ، د نړۍ پر بل هیڅ هېواد نه دی تېر شوی». دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې وکړې.

«په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر افغانستان تېر شوی تاریخ، د نړۍ پر بل هیڅ هېواد نه دی تېر شوی». دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیالۍ اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري په جوړه شوې غونډه کې د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د نژدې ۳۰ چاپ شویو کتابونو او د قران مجید مصحفونو مخکتنه وشوه.
د دې غونډې په پرانسته کې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي، شیر محمد عباس ستانکزي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي او د لوړو زدکړو مرستیال وزیر حمید حسیب خبرې وکړې.
عباس ستانکزي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د نورې نړۍ په پرتله افغانان د علم له کاروانه شاته او په افغانستان کې د مطالعې دود کم رنګی دی.
هغه زیاته کړه: ((زمونږ خلک، حتی لوستي ځوانان د خپل هېواد په نژدې تېر شوي تاریخ او جغرافیه نه دي خبر، دا ځکه چې له کتاب سره یې اړیکې ټینګې نه دي)).
نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې زیاته کړه، په کار ده چې د دې نظام تر سیوري لاندې خلک په مطالعه روږدي او د علم حاصلولو ته متوجه شي.
ښاغلي ستانکزي څرګنده کړه، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ځوانان دې د وخت له ضایع کولو ډډه وکړي او له مطالعې او کتاب سره دې زړه وتړي.
دا چې د علم او پوهې لار اغزنه او له سختو ربړو سره مل ده نو یوازې هغه څوک یې د لنډولو وس لري، چې اوسپنیز هوډ، زړورتیا او صبر یې مل وي په همدې بنسټ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ځوانان تر بل هر چا ډېر دغه کار ته د اوږې ورکولو اهل وبلل.
هغه دغه راز پر افغانستان د شوروي یرغل ماتې ته په اشارې وویل، چې د کمونستانو له منحوسې کودتا وروسته د خپل هېواد لپاره په هره سرښندنه کې ځوان کهول مخکښ و او ویې ویل، چې اوس دې د علم د پرمختګ لپاره مټې بډ وهي.
د نوموړي په خبره، د دې لپاره چې په تېرو څو لسیزو کې پر افغانستان او د افغان ولس تېر شوی له لوړو ژورو ډک تاریخ پر بل هیڅ کوم هېواد او ولس نه دی تېر شوی.
هغه ټینګار وکړ، په کار ده چې راتلونکي نسل ته په سمه بڼه د دغه تاریخي جاج د رسولو لپاره، د هغو کسانو له خولې په کتابي توګه ولیکل شي، چې د دغه دور ژوندي تاریخونه دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په څرګندو ټکو وویل، د افغانستان تېرې یوې پېړۍ ته په کتو افغانان د لیکوالۍ لپاره پرېمانه مواد لري، چې زرګونه ټوکه کتابونه پرې لیکل کېدی شي.
نوموړي د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې افغانانو په دې برخه کې کمزوري کړې او په وینا یې: ((حتی زمونږ ډېر تاریخونه د پردو په لاس لیکل شوي دی)).
هغه د دغو نیمګړتیاو د ډکولو په موخه، علمي بنسټونه، استادان او پوهان مسئول وبلل چې ځوانان لیکوالۍ او په خپل لاس د خپل هېواد واقعیتونو لیکلو ته وهڅوي.
ښاغلي فراهي ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به له لیکوالانو سره د کتابونو په چاپولو کې د هغوی لاسنیوی کوي.
دغه راز د لوړو زدکړو وزارت مرستیال حمید الله حسیب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، له یو نسل بل نسل ته د علم د لېږد لپاره کتابونه مهمې سرچینې دي.
د هغه په وینا، دغې موخې ته د رسېدو لپاره په تېرو کلونو کې دومره کار نه و شوی څومره کار چې بیهقي د کتاب خپرولو ریاست له لوري د اسلامي امارت په راتګ سره کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تألیف او ترجمې امریت مسئول په ټینګار سره وویل: ((د دې لپاره چې زمونږ د ټولنې وګړي د غرب له وراسته تمدن اغېزمن نشي او غربي یا غربپاله اشخاص یې په ذهن کې ستوري نشي، د خپلو علمي زېرمو او تمدن رابرسېرو کېدو ته اړتیا ده)).
هغه زیاته کړه، د افغانستان په څېر وروسته پاتې ټولنه کې د علم او قلم لپاره هره لویه او کوچنۍ هڅه ارزښت لري.
د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د سږني دېرشو کتابونو د مخکتنې لپاره پوهان او له اته بېلابېلو وزارتونو څخه مخکتونکي رابلل شوي وو.
د غونډې ویناوالو او د کتاب مخکتونکو راتلونکو نسلونو ته د علم د لېږد لپاره د بیهقي کتاب خپرولو هڅې د قدر وړ وبللې او له حکومته یې د علمي مرکزونو له هر اړخیز ملاتړ تر څنګ وغوښتل، چې د مطالعې لپاره دې داسې زمینه برابره شي چې خلک په هره برخه کې مطالعې او علمي څېړنې ته لاس رسی ولري.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *