عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ په یو شمېر اداروکې نوې ټاکنې وشوې
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په یو شمېر ادارو کې د نویو ټاکنو خبر ورکړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په یو شمېر ادارو کې د نویو ټاکنو خبر ورکړی دی.
مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د سرحدونو، قومونو او قبائلو وزارت د جرګو، اقوامو او قبائلو د همغږۍ مخکینی معین ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا ولایت د والي په توګه، د لغمان مخکینی والي قاري زین العابدین، د نورستان ولایت د والي په توګه، د نورستان ولایت مخکینی والي مولوي شیر احمد حقاني د لغمان ولایت د والي په توګه، د سرحدونو، قومونو او قبائلو وزارت د جرګو، اقوامو او قبائلو د هماهنګۍ مخکنی معین ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا ولایت د والي په توګه، د لغمان مخکینی والي قاري زین العابدین، د نورستان ولایت د والي په توګه، د نورستان ولایت مخکینی والي مولوي شیر احمد حقاني د لغمان ولایت د والي په توګه، د لوګر ولایت د والي مخکینی مرستیال مولوي عنایت الله شجاع، د روزګان ولایت د والي په توګه، د خوست ولایت د پوهنې مخکینی رئیس مولوي محمد انور، د لوګر ولایت د والي د مرستیال په توګه او د پکتیکا ولایت مخکینی والي مولوي فیض الله جمال د خوست ولایت د پوهنې رئیس په توګه وټاکل شول.