افغانستان
د تورخم ګمرک مسوولینو ۵۶۷ کیلو ګرامه درمل نیولي
د تورخم ګمرک آمر انجینر رفیع الله پاچا خان باختر آژانس ته وویل؛ د دوی ۵۶۷ کیلو ګرامه طبي درمل، چې غیر قانوني ډول افغانستان ته راانتقالېدل نیولي دي.
د تورخم ګمرک آمر انجینر رفیع الله پاچا خان باختر آژانس ته وویل؛ د دوی ۵۶۷ کیلو ګرامه طبي درمل، چې غیر قانوني ډول افغانستان ته راانتقالېدل نیولي دي.
د هغه په وینا؛ دغه درمل په درېیو لارویو کې ځای پرځای شوي وو او غوښتل یې پرته له مالیاتي ټکس څخه یې راانتقال کړي، چې زموږ مسوولینو له لوري د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.
هغه دا هم وویل؛ هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې هېواد ته غیر قانوني توکي راوارد کړي.