گزارش

د سلواغې ۲۶مه؛ د افغانانو ستره بریا

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر ۶مه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هیواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او بلاخره د افغان سپیڅلی جهاد او کلکې مبارزې روسان له افغانستانه په ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶مه نېټه شرمېدلي وتلو ته اړ کړل.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر ۶مه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هیواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او بلاخره د افغان سپیڅلی جهاد او کلکې مبارزې روسان له افغانستانه په ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶مه نېټه شرمېدلي وتلو ته اړ کړل.

په ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ پر ۱۵مه ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر آمو سیند د دوستۍ له پله ازبیکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په اړه جهادي شخصیت پوهاند پروفیسور دکتور محمدفیاض صافي د انیس ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې و ویل: د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي ۶مه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځ په نوم یادیږي. شوروي یرغلګرو ځواکونو له انسانانو څخه پرته په حیواناتو یي هم رحم نه درلوده او زیات وحشتونه یې وکړل، نو ویلو شو چې د شوروي یرغل هیواد ته د سرطان دانه وه.

نوموړي زیاته کړه: افغان ملت د شوري سرو لښکرو په مقابل کې ر اوچت شواو یرغلګرو سره یې د جهاد اعلان وکړ، په هیواد کې مو داسې پېغلې د ملالې په شان او ځوانان درلودل، چې د خپل بدن د قرباني کولو په نتیجه کې شوروي سرو لښکرو ته سترې ماتي ورکړله.

شوروي اتحاد د وخت په ښو وسلو سمبال و، خو د افغانانو له کلک جهادي  مقاومت سره مخ شول. د شوروي اتحاد په دې لس کلنه جګړه کې پخپله روسانو ته هم دروند مالي او ځاني زیان واوښت او زیات شمېر هیوادنو ترې خپلواکي واخیستله او د دې تر څنګ په زیات شمېر سرتېري یې هم و وژل شول.

همداشان نوموړي  جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او افغانانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پر افغانستان د شورويانو یرغل پر یونیم شاوخوا ميلیون افغانان شهیدان شول، ښځې ګونډې شوې، یتیمان زیات شول، معیوب او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.

دکتور صافي په ټول ملت غږ وکړ چې د اسلامي امارت سره په څنګ کې ودرېږي او کلک ملاتړ یې وکړي او د اسلامي امارت  نظام تقویت کړي.

په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل زیات  شمېر قربانیان وايي، دوی په افغانستان کې د روسانو له خوا د ډېرو ډله‌ییزو وژنو او بریدونو شاهدان وو.

که څه هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له برید او ماتې کالونه تېر شوي، خو د دغې پېښې قربانيان وايي، چې د دوی زخمونه لا هم تازه دي

د کونړ ولایت د مرکز یو تن اوسېدونکي عبدالباقي وایي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ډېرو وژنو او ظلمونو شاهد و. نوموړی  وايي: «کله چې روسانو پر افغانستان برید وکړ، له پیله یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ظلم، وحشت او عام وژنې تر څنګ د لویو عملیاتو پلان جوړ کړ، چې زیات شمېر افغانان یې په ډله‌ییز ډول شهیدان کړل.

په افغانستان کې خلک پر دغه هیواد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو برید د یوې بدې جګړې پیلامه ګڼي.

سمیع الله مومند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *