افغانستان
د کابل ښار د پراختیایي پلان په اړه ناسته وشوه
د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډه ناسته کې، د کابل ښار پر پراختیا، لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو او د زیانمنو اشخاصو د حقوقو خوندیتوب په اړه خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډه ناسته کې، د کابل ښار پر پراختیا، لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو او د زیانمنو اشخاصو د حقوقو خوندیتوب په اړه خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت مسئولینو د کابل ښار لپاره د «جایکا» له لوري د جوړ شوي ماسټر پلان په اړه او د کابل ښاروالۍ استازو د «ساساکي» پلان او ښاري طراحۍ پلان په اړه معلومات ورکړي دي.
دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د کابل ښاروالۍ استازو ته دنده سپارلې چې د کابل ښار د زیانمنونکو اوسېدونکو د حقوقو د اعادې لپاره دې پر یوه طرحه کار وکړي او د تشریح او تائید لپاره دې په بله ناسته کې وړاندې کړي.