بلخ کې ۲۰ زره مهر او لاک شوي غوړي باکيفيته اعلان شول
د بلخ ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي امير محمد متقي باختر خبري آژانس ته وويل چې څو اوونۍ وړاندې د خوړو او درملو رياست کارکوونکو د نږدې د ۲۰ زره بيلرو غوړيو چې د پنځو شرکتونو اړوند کېدل ومهر او لاک کړي ول چې وروسته د لابراتوار او څېړنې څخه ياد غوړي باکيفيته او د شته استندردونو له معیار سره برابر دي.

په بلخ ولايت کې د خوړو او درملو رئيس ډاکټر عبدالوحید عابدي وايي چې دغه اداره هڅه کوي ترڅو د بلخ ولايت اوسېدونکو ته د خوراکي توکو او درملو په برخه کې ښه او باکيفيته اجناس و اندې شي چې په همدې موخه
د ښار له بېلابېلو برخو څخه په جدي ټوګه څارنه کېږي ترڅو هم د توليداتو کيفيت لوړ شي او هم د تاريخ تېر شويو او بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د پلورلو مخنيوي وشي.
په همدې حال کې حاجي صلاح الدین او عبدالمتين د يادو شرکتونو مسؤلين پداسې حال کې چې د مسؤلينو د څارنې او همکارۍ څخه خوښي وښوده وويل چې دوی هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته ښه او باکيفيته غوړ وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه غوړي څو اوونۍ وړاندې د خوراکي توکو او درملو رياست مسؤلينو لخوا د ناسم کيفيت له کبله مُهر او لاک شوي ول.