افغانستان
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او سوداګرۍ وزارت تر منځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د هیواد د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د واحد چتر لاندې د چاپېریالي جوازونو د وېش په تړاو د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال لخوا پرون چهار شنبه د ۱۴۰۲کال د سلواغې په ۱۸مه نېټه لاسلیک شو چې موخه یې د جواز ورکولو پروسې ساده کول، واحد کول، ګړندي کول، د عامه او معیاري خدماتو برابرول او د جواز ورکولو معلوماتو د مدیریت سیسټم له مخې د جواز ورکولو اړوند مسایلو ښه مدیریت او همغږي کول دي.