هلمند کي د نیالګیو اېښودلو پروسه رسماً پیل شوه
د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د نیالګیو اېښودلو کمپاین په داسي حال کي پیل شو، چي د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د چاپیریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، د طبعي سرچینو آمر قاري دین محمد مغفور او یو شمېر کروندګرو او بڼوالو هم ګډون درلود.

د یادي پروسې د پیل
په مراسمو کي وهاج د دې ولایت له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چي د نیالګیو د کرلو او روزلو پروسه کي برخه واخلي ترڅو مو هيواد زرغون او آباد کړل شي.
همدا راز نوموړي وویل: سږکال د دې ادارې له خوا نږدې ١٣٨٩٥٧ اصلي مېوه لرونکي او ٦٠٤٠٠ اصلي بې مېوې نیالګي چمتو سوي دي چي د ۲۵ سلنې بیې په ورکولو سره به د عامو ځمکوالو په واک کي ورکول شي.
ده له عامو ولسونو غوښتنه وکړه چي د نیالګیو له اېښودلو وروسته يې پالنې ته پاملرنه وکړي ترڅو د نویو نیالګیو په ښه ډول روزنه وشي او د ضایع کېدو مخه يې ونیول شي.