افغانستان

په ارزګان کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي

د ارزګان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز اړوند عمري بازار کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د ارزګان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز اړوند عمري بازار کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په ورته وخت کې د ارزګان د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس هم مني چې په دی ولايت کې د سېلابونو له امله عام خلک زيانمن

شوي او د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د مرستو ډاډ ورکوي او له موسسو څخه هم غواړي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي هم د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه وايي چې د تېرو ۲ ورځو په بهیر کې د سېلابونو له امله يې کورونه ویجاړ او ۹ زره کیلو وچ بادام یې له منځه تللي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *