اسلامی

د تفسیر دعلم فضیلت

مخکې له دې چې د تفسیردعلم فضیلت په هکله یوڅه معلومات وړاندې شي غوره به وې چې د تفسیر په لغوي او اصطلاحي معناهم یوڅه رڼا واچول شي:

مخکې له دې چې د تفسیردعلم فضیلت په هکله یوڅه معلومات وړاندې شي غوره به وې چې د تفسیر په لغوي او اصطلاحي معناهم یوڅه رڼا واچول شي:

د تفسیرلغوي معنا: تفسیر په عربي ژبه کې څرګندولواوښکاره کولوته وایي، عرب وایي« اسفرالصبح ای اضاء» یعنې سباوون ړون او روښانه شو« اوسفرات المراة سفورآ ای القت خمارها» یعنې ښځې خپل پړونی وغورځاوه او خپل ځان یې څرګند کړ، امام راغب اصفهاني وایي چې فسر د معقولوشیانوڅرګندولوته وایي او سفر د مادي شیانوچې په سترګولیدل کېږي ښکاره کول دي.

د تفسیراصطلاحی معنا: علامه زرکشي یې داسې تعریفوي« التفسیرعلم یفهم به کتاب الله المنزل علی نبیه محمد صلی الله علیه وسلم وبیان معانیه و استخراج احکامه» یعنې تفسیرله هغه علم څخه عبارت دی چې دهغه په وسیله د هغه کتاب په معناګانو، قوانینو او احکاموپوهه ترلاسه کېږي چې په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.

بنآ اوس راځو د تفسیردعلم فضیلت ته: د تفسیر علم غوره علم دی، ځکه موضوع یې د الله جلت عظمته کلام دی، هدف یې د الله عزوجل په سپیڅلي پیغام منګولې ښخول او حقیقي نیکمرغۍ ته رسېدل دي، دې علم ته ځکه ډیره اړتیاده چې دیني او دنیوي کمال دشریعت دموافقت څخه پرته چاته نه په برخه کېږي د اسلامي شریعت اساس د الله جل جلاله کتاب دی.

د مفسرآداب او شرطونه:

اسلامي پوهانود مفسر لپاره ځینې شرطونه ذکر کړي دي چې په لنډ ډول یې یادونه کوو:

1-        د عقیدې صحت: دا ځکه چې عقیده د هر شخص په ژوندانه ستره اغیزه لري، داڅنګه کیدای شي چې یوڅوک دې په یوشي باوري نه وي او هغه دې په هغې کې له خیانت او دوکې څخه ځان وژغوري.

2-        دنفسي خواهشاتو څخه اجتناب: هوی او هوس خپل څښتن د تباهۍ او بربادۍ ژورې کندې ته سپاري، د هوس څښتن خلکوته په نرمه ژبه دوکه ورکوي؛ څرګند مثالونه یې ګمراه ډلې دي.

3-        دعربي ژبې په ټولو برخو به د بشپړې پوهې څښتن وي؛ داځکه چې قرآن کریم په عربي ژبه نازل شوی، دعربي ژبې په ګرامر، صرف، نحو، بلاغت، معاني اوبیان او د اسلامي فقهې په اساساتو به پوهه لري، له همدې کبله امام مجاهد ویلي دي هرڅوک چې د الله عزوجل په سپیڅلي ذات او د اخرت په ورځ باور ولري، ورته جواز نه لري چې د الله عزوجل دکتاب په معناګانوخپله ژبه وخوځوي چې دعربي ژبې په لغت پوه نه شي.

4-        په قرآن عظیم الشان پورې اړوند علم به د پوهې څښتن وي، لکه: د قراءت داصولوفقهي، عقایدو دقرآن کریم دنزول اسباب د ناسخ او منسوخ علم.

5-        په دین کې به د ژورې او دقیقې پوهې څښتن وي.

6-        ترټوله دمخه به دقرآن کریم تفسیرپه قرآن سره کوي، داځکه که چېرې کوم ځای کې حکم اجمالي وي بل ځای به یې تفصیل وي، همدارنګه که چېرې یوحکم یوځای د اختصاراو لنډیزپه شکل وي بل ځای به په تفصیل سره وي.

7-        داچې د قرآن کریم تفسیر به په نبوي سنتو سره کوي، داځکه چې الله تعالی له خپل کتاب سره بشریت ته معلم هم لېږلی دی، چې هغه رسول الله صلي الله علیه وسلم دی، هغسې تفسیر به کوي څنګه چې د قرآن کریم لومړي معلم د الله استازي(رسول الله) کړی دی.

8-        که چېرې د قرآن کریم د تفسیر لپاره نبوي احادیث ونه مومي نوبیا به د اصحابوکرامو د ویناؤ پلټنه کوي داځکه چې اصحاب کرام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم شاګردان دي او له هغه څخه یې په مستقیم ډول قرآن زده کړی ؤ او هغوی د قرآن کریم د نزول شاهدان ؤ.

9-        که چېرې داصحابو کرامو وینا ونه مومي نو بیا د تابعینو د ویناؤ پلټنه کوي ځکه چې تابعین د اصحابو کرامو شاګردان ؤ لکه مجاهد ابن…، سعیدبن جبیر، عکرمه د ابن عباس مولی، عطابن ابې رباح، حسن بصري، مسروق، سعید بن مسیب، ربیع بن انس، قتاده، ضحاک ابن مزاحم او داسې نور.

د مفسرآداب: د نیت صحت، نیک اخلاق او په دین باندې بشپړعمل ضبط، نقل او صحت کې ښه فکر او سوچ، تواضع او نرمي اختیارول، نفسي لوړتیا او دحق په څرګندولو کې نه ویریدل، وقار، فصاحت او درس ته ښه تیاری او ښه اداء شامل دي.

ماخذ:

قرآن پوهنه؛ کتاب – ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *