افغانستان

ډاکټر عبدالباري عمر: داخلي تولیدات  ۱۵سلنه لوړ شوي دي

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د کندهار له والي ملا محمد‌ علي حنفي سره وکتل.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د کندهار له والي ملا محمد‌ علي حنفي سره وکتل.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه  کې ډاکټر عمر، د ادارې د مخکېني او اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د بې‌کیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړې چې د داخلي تولیداتو پرمختګ د دوی په لومړیتوب کې دی او په خبره یې داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي.د کندهار والي هم، په ټول هېواد کې

د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ هڅې،کړنې او فعالیتونه ستایلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره مخکې یوازې او یوازې تر مرکز پورې محدوده وه؛ خو د افغانستان اسلامي  امارت په راتګ سره اوسمهال دغه اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *