اجتماعی

افغان سوداګروته دچابهاربندراقتصادي ارزښت

چابهار بندر تر ټولو ستر بندر دی چې د ايران په سيستان اوبلوچستان ولايت په سوهيل کي پروت دی، ياد بندر د افغانستان د نيمروز ولايت ته تر ټولو نژدې بندر بلل کېږي، چې په دې وروستيو کې د ځانګړو پاملرونو وړ ګرځېدلي، چابهار بندر هغه وقت د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت پيدا کړ چې پاکستان هېواد د افغانستان سوداګرو باندي بيلابيل بنديزونه ولګول.

نوري

چابهار بندر تر ټولو ستر بندر دی چې د ايران په سيستان اوبلوچستان ولايت په سوهيل کي پروت دی، ياد بندر د افغانستان د نيمروز ولايت ته تر ټولو نژدې بندر بلل کېږي، چې په دې وروستيو کې د ځانګړو پاملرونو وړ ګرځېدلي، چابهار بندر هغه وقت د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت پيدا کړ چې پاکستان هېواد د افغانستان سوداګرو باندي بيلابيل بنديزونه ولګول.له څوورځوراهيسې د تورخم بندرد افغان سوداګرو پروړاندې بېرته پرانيستل شو. د طورخم د بندرد بندېدو له امله افغان سوداګروته په ميليونونو ډالره تاوان واړول شو.په سلهاوو لارۍ بارمېوې او ترکارۍ له منځه ولاړې.په پاکستان کې د افغانستان سفارت مسئولينو د طورخم بندر دخلاصېدو لپاره ډېر هلې ځلې وکړې ،څو چې تورخم بندر پرانيستل شو.په سوداګري کې دا قانون نه شته،چې يو هېواد دې له سوداګرۍ سياسي ګټه پورته کړي.هغه ستونزې،چې د دولتونو ترمنځ شتون لري هغه په دولتونو پورې اړه لري،خوداچې سوداګري سياسي کېږي دا کړنه لويه سرغړونه د سوداګرۍ له قانون څخه ده.چابهارد طورخم اوکراچۍ بندرونو ښه بديل دی،چې سوداګرخپل مالونه هند اونورو هېوادونوته ولېږدوي.افغان سوداګرکولی شي،د چابهاربندرڅخه ګټه پورته کړي. په دې وروستيوکې دهند د کورنيو چارووزيرايران ته د خپل سفرپرمهال له ايراني چارواکو سره د چابهاربندرد کارد چټک کولو غوښتنه وکړه.د چابهاربندرد جوړولوتړون په پخوانيو نظامونو کې د افغانستان،ايران او هند دچارواکو ترمنځ لاسليک شوی و.د هند د بهرنيو چارو وزيررسنِ  په تهران کې يې له ايراني چارواکو سره د چابهار بندر په تړاو د اوږدمهاله همکاريو د چوکاټ پر رامنځته کولو مفصلې خبرې وکړې.د هوکړې له مخې به هند د دغه بندر پراختيايي پروګرام پلی کوي، چې موخه يې د ايران له لارې افغانستان ته د سويل ختيځې اسيا د مالونو لېږد اسانتيا ده.دا طرحه د ايران پر ضد د امريکا له بنديزونو مستثنی ده. «هند لېوال دی چې د منځنۍ اسيااوافغانستان بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ايران له ځانګړي جغرافيايي موقعيته ګټه واخلي».هند له دې مخکې له ايران سره د چابهار بندر د تجهيزولو تړون لاسليک کړی و، خو د دغې پروژې په عملي کولو کې مداخلې وشوې،نوځکه کاريې پځ شو.په ورته وخت کې، د چابهار بندر د پراختيايي پلان د وروستي کېدو په اړه خبرې روانې دي، افغانستان او هند مخ پر ودې سوداګريزه پراختيا تجربه کوي.هغه شمېرې چې په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې وړاندې شوې وې، يعنې واک ته د اسلامي امارت  له رسېدو يو کال وړاندې، هند ته د افغانستان د صادراتو ارزښت په هغه کال کې ۵۳۰ ميليونه ډالر ښودل شوی و، خو په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان هند ته د ۵۷۹ ميليون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او هند هم افغانستان ته د ۲۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.هندته وچه او تازه مېوه او طبي بوټي د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي دي.د هند لوی سوداګريز بازار ته په کتو افغانستان او هند ډېر سوداګريز ظرفيتونه لري .چابهار بندربه د افغانستان د محصولاتولپاره خورا ښه بازاروي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزي رسنيوته ويلي، «که هند په دوامداره توګه د کښتيو په لېږلو سره د مالونو د لېږد برخې ته زياته پاملرنه وکړي او که د پيسو د لېږد او د بندر د لګښتونو د کمولو په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي، نو چابهار به د افغانستان لپاره خورا ښه غوراوی وي.»چابهار په سيستان او بلوچستان ايالت کې د ايران تر ټولو لوی سمندري بندر دی، چې سمندري مسافر پکې تګ راتګ کولای شي.د چابهار بندر له لارې له هند سره د سوداګرۍ د پراختيا وړانديز په داسې حال کې کېږي چې پر ډيورند کرښه د تورخم دروازه د لسو ورځو لپاره د سوداګريزو بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه،چې اوس بېرته پرانيستل شوې ده.دتورخم بندر د سوداګرۍ لپاره خوندي لاره ،ځکه نه ده ،چې په ډېرو مواردو کې سياسي مسايل د لارې د تړل کېدو لامل کېږي.له اقتصادي پلوه چابهار د کراچۍ بندر پرځای د افغانستان پلاز مينې ته شاوخوا ۷۰۰ کيلومټره نژدې دی، چي دا نژديوالی هم د ترانزيټي لګښتونوله پلوه او هم د وچو او تازه ميوو لپاره چي ژر تر مقصده رسېږي او د ميوو د خوساکېدو څخه مخنيوی کيږي اړين بلل کېږي.په دې وروستيو کي زموږ سوداګرو د کراچۍ بندر څخه د پروقت نه را رسېدوله پلوه ډېر تاوانونه وکړل، چي د چابهار بندر له لارې به دا ستونزې حل شي.د چابهار بندرپه پرانيستل کېدو سره به افغانستان د منځنۍ اوجنوبي آسيا تر منځ د سوداګريز ترانزيټ په لار بدل شي، ځکه د منځنۍ آسيا هيوادونه لکه تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان ګاونډيان دي .په افغانستان کې به د توکو بيه راټيټه شي، ځکه يو خو ترانزيټي لاره لنډيږي او بل واردات په آسانه،ارزانه ،ژراوخوندي توګه تر افغانستانه رسېږي، چې دا کار به د دی سبب شي چي د توکو بيه راټيټه شي.د هېواد په داسې حساسو شرايطوکې چابهار بندر د افغان سوداګرولپاره ښه بديل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *