افغانستان
د اسلامي امارت په راتګ سره زابل کې ۱۸ روغې او جوړې شوې
د زابل ولایت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست مسئولين وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د ولایت په کچه د قومونو او بېلا بېلو کورنيو ترمنځ ۱۸ روغې او جوړې کړې دي.
د زابل ولایت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست مسئولين وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د ولایت په کچه د قومونو او بېلا بېلو کورنيو ترمنځ ۱۸ روغې او جوړې کړې دي.
د یاد ریاست مسئولین وايي، چې د يادو روغو جوړو په ترڅ کې داسې مشکل موضوعات هم حل شوي، چې د مړو موضوعات پکې شامل وو.
دغه راز د دې ولايت علما او قومي مشران له اسلامي امارت خوښی څرګندوي او وايي، چې په راتګ سره يي د خلکو او قومونو تر منځ زيات شمېر ستونزې حل شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت په واکمنيدو سره د سرحدونو او قبايلو چارو د رياست ترڅنګ د سيمه ييزو مسئولينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب لسګونه دښمنۍ او شخړې حل او پر دوستي بدلې شوې دي.