افغانستان

د اوبو او انرژي وزارت او د ملي پراختیا شرکت مسئولینو د همغږۍ ناسته ترسره کړل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت یو شمېر رئيسانو هم ګډون درلود، د ملي پراختیا شرکت له رئيس عبدالرحمن عطاش سره       

د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، د دغه وزارت د پروژو لکه د ۴۲ بندونو د جوړولو پروژو او په کنړ ولایت کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د پلي کولو د څرنګوالي د همغږي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ او د لا زیاتو همکاریو او د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت رئيس هم وویل چې نوموړی شرکت هڅه کوي، چې د بنسټیزو او اړینو پروژو په پلي کولو سره هېواد د ځان بسیاینې په لور وخوځوي.

په پای کې،د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي شرکت ترمنځ د چارو د چټکتیا او لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په موخه هوکړه وشوه، چې د دواړو لورو له تخنیکي ټیمونو څخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي او د پروژو د چارو په پرمخ وړلو کې په ګډه کار وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *