افغانستان

زابل کې ۴۰۰ ځوانانوته د زده کړو زمینه برابره شوه

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وايي، چې یاد ریاست ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وايي، چې یاد ریاست ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لورې ۴۰۰ هغه ځوانانو ته چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې عصري زده کړې نه شوای کولای د تېرو څو میاشتو را په دې خوا ورته د زده کړو زمینه په وړیا ډول برابره کړې ده.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب اغا د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دې برخه کې د نورو زده کوونکو د جذب لړۍ دوام لري.
په ورته وخت کې د دې ټولګي استاد سمیع الله عابد وايي، چې زده کوونکي په دوه وختونو کې راځي او دوی ورته په ښه توګه تدریس
کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *