افغانستان

ملا برادر اخند:  د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه مو کاري لومړیتوب دی

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدی مياشتې په ۲۶مه نېټه د ټولګټو د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدی مياشتې په ۲۶مه نېټه د ټولګټو د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادې جوړې شوې غونډې ته، چې علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او ولایتي مسوولینو ګډون پکې کړی و، د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د پرمختګ     او صنعتي کېدو په موخه د دوی ټوله هڅه دا ده، تر څو په کور دننه د     خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او په دې سره به د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.

ملا برادرآخند زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه هم په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریکه

او منظوري به یې واخلي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې د ننګرهار د سوداګرو ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راکمه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ارګانونو او له ملي سوداګرو سره په ښې همغږۍ هېواد ته د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه کړې ده.

ملا برادرآخند په بهر کې پر ټولو مېشت افغان کډوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له دوی غواړي، چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *