افغانستان

د مس عینک کان داړتیاوړ برېښنا په هکله ناسته ترسره شوه

د لوګر ولایت د مس عینک کان د ایستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو په هکله د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره ناسته ترسره شوه

د لوګر ولایت د مس عینک کان د ایستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو په هکله د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د انرژي سکتور د یو شمېر رئیسانو او متخصصینو په شتون کې د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د لوګر ولایت مس عینک کان ته د برېښنا رسولو په موخه د بامیان ولایت د ډبرو سکرو څخه د 370 میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو او د انرژي سکتور د مسئولینو له لوري د یو شمېر نورو بدیلو لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې د انرژي سکتور د مسئولینو له لوري مس عینک کان ته د برېښنا رسولو په موخه وړاندیز شوي بدیلونه د ام سي سي شرکت له لوري وارزول شي او د یوې اونۍ په موده کې خپل اندونه د انرژي سکتور له مسئولینو سره شریک کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *