افغانستان
په ۵۵۰۰ بېوزله کورنيو خوراکي توکي و وېشل شول
پکتیا کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د (AGHCO) موسسې په تخنیکي همکارۍ په ځاځي اریوب، روحاني بابا، جانې خیل، او ډنډي پټان ولسوالیو کې پر (۵۵۰۰) بېوزله کورنیو د بشري مرستو په لړ کې خوراکي توکي ووېشل شوو.

په ویشل شویو خوراکي توکو کې ۵۰ کېلو اوړه ، ۴.۵۵ کیلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کیلو دال ، یو پاکټ د خوړو مالګه او د میندو او ماشومانو لپاره د تقويي غذایي مواد شامل وؤ.
د یادونې ده، چې د یاد پروګرام له لارې پکتیا کې شاوخوا ۱۴۰۰۰
زره بېوزله کورنيو ته بشري مرستې ورکول کېږي.