افغانستان

په میدان وردګو ولایت کې د ۵ چکډمونو د جوړولو پروژې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د پنځه چکډمونو د جوړولو چارې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددغو چکډمونو ګټې اخیستنې ته د سپارلو پۀ مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې له ولس سره کړیو وعدو ته ژمن دی، چې نن یې د ۵ چکډمونو د جوړیدو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادونې وړ ده

چې نوموړې پروژې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي شوې او په راتلونکي کال کې به هم د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې ورته چکډمونه جوړ شي.

نوموړي چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنترول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *